لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : عملياتو کې يو عسکر اؤ ١٣ جنگيالي وژل شوي


 دايف سي دوياند ترمخه دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو ترمينځ دغو نښتو کې وژل شوؤ جنگيالو کې مهم تندروه کمانډران هم شامل دي
دايف سي دوياند ترمخه دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو ترمينځ دغو نښتو کې وژل شوؤ جنگيالو کې مهم تندروه کمانډران هم شامل دي

چارواکي وائي دنهې په سحر دپاکستان دبلوچستان صوبې په اواران ضلع کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو ترمينځ نښته کې يو عسکر اؤ لږ ترلږه ١٣ جنگيالي وژل شوي دي.

دمليشه ځواکونو(ايف سي) وياند خان وصى په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو داواران ضلعې دمشکى تحصيل په بيلا بيلو سيمو کې دورانکارو په ضد عمليات پيل کړي اؤ په دغه مهال دشکمنو جنگيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې دهغه په قول ١٣ جنگيالي وژل شوي.

دايف سي دوياند ترمخه دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو ترمينځ دغو نښتو کې وژل شوؤ جنگيالو کې مهم تندروه کمانډران هم شامل دي، خان وصى دعوه کړې چې امنيتي ځواکونو دوسله والو څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.

دايف سي وياند پخلى کړى دى چې نښته کې دايف سي يو عسکر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دمليشه ځواکونو دوياند له لوري اواران کې شوې نښته کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى دازادو سرچينو څخه نۀ دى شوى.

دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو ترمينځ اواران کې دغه تازه نښته په داسې حال کې شوې چې تيره ورځ بلوچستان کې پوځ اؤ حکومت دهيواد په ضد په وسله وال مقاومت په بوختو ځوانانو غږ کړى چې دپيسو په مقابل کې دې وسله په ځمکه وغورځوي، حکومت دوسله غورځونکو لپاره دعامې بخښنې اعلان هم کړى ؤ.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG