لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: بيلا بيلو چاؤدنو کې ٧ کسان مړۀ اؤ٧٥ ژوبل شوي دي


 دکابل دپوليسو مرستيال مشر سيدگل اغا ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې پخلى کړى چې دا يو ځانمرگي بريد ؤ، دچاؤدنې له امله دپيښې پځايې کې تور لوگي پورته شوي دي.
دکابل دپوليسو مرستيال مشر سيدگل اغا ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې پخلى کړى چې دا يو ځانمرگي بريد ؤ، دچاؤدنې له امله دپيښې پځايې کې تور لوگي پورته شوي دي.

حکومتي اؤ پوځي چارواکي وائي دنهې په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه دډک گاډي له لارې دنيټو کاروان په نخښه کړى چې له امله يې لږ ترلږه يو عسکر وژل شوى اؤ ٢٢ کسان نور ژوبل شوي دي.

دکابل دپوليسو مرستيال مشر سيدگل اغا ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې پخلى کړى چې دا يو ځانمرگي بريد ؤ، دچاؤدنې له امله دپيښې پځايې کې تور لوگي پورته شوي دي.

افغانستان کې دنيټو يو وياند امريکائي کرنل بريان ټربيوس وئيلي دي چې دغه چاؤدنه کې کوم ائتلافي عسکر ژوبل شوى نۀ دى.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه طالبانو ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده.

دځانمرگي بريد له امله کاروان کې شامل لږ ترلږه دوؤ بکتر بند گاډو ته زيان رسيدلى، دغه چاؤدنه دامريکائي سفارت خانې څخه په لږه فاصله غرمه مهال شوې ده.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي وئيلي دي چې بريد کې لږ ترلږه يو اولسي وگړى وژل شوى اؤ ٢٢ کسان ژوبل شوي دي.

يو عيني شاهد احمد فرهاد ددغه پيښې په اړه وئيلي دي ما وليدل چې يو ټيوټا گاډي دبهرنو ځواکونو کاروان په نخښه کړو، ما ددوؤ څخه تر دريوؤ پورې زيانمن شوي گاډي اؤ هر خوا دپيښې ښکار ژوبل خلک وليدل اؤ دهغوي دمرستې لپاره هيڅوک نۀ وؤ

دبهرنو ځواکونو په کاروان دغه بريد يوه اوونۍ وروستو له هغې ترسره شوى چې دافغانستان پلازمينه کابل کې وسله والو په پارلمان بريد وکړو.

چارواکي وائي چې دنهې په ورځ په جنوبي ولايت هلمند کې هم دپوليسو په هيډکوارټرز ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي اؤ دپوليسو په گډون د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دهلمند دوالي وياند عمر ځواک ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دنهې په ورځ ترسره شوي بريد کې ژوبل شوي زياتره ښځې اؤ ماشومان وؤ.

دپوليسو وياند فريد حماد عبيد وئيلي دي چې ددوازې دماتولو په هڅه کې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دپوليسو دهيډکوارټرز په شاتني ديوال ورخيژول شوى، هغه وويل چې ټول وسله وال دسيمې څخه تښتيدلي دي.

هم دنهې په ورځ دولايتي پوليسو دمشر ځلمي اورياخيل ترمخه دافغانستان په پکتيا ولايت کې يو گاډى دسړک دغاړې مائن سره ټکر شوى چې له امله يې درې کسان وژل شوي اؤ يو ژوبل شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG