لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : عملياتو کې د مهم تندروه کمانډر په گډون درې جنگيالي وژل شوي


کوئټه کې دامنيتي ځواکونو لخوادنهې په ورځ دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي چې دتيرو څو کلونو راهسې دغلته فرقه ييز تشدد کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.
کوئټه کې دامنيتي ځواکونو لخوادنهې په ورځ دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي چې دتيرو څو کلونو راهسې دغلته فرقه ييز تشدد کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

چارواکي وائي په اقليتي شيعه ورورولۍ دبريدونو وروستو مليشه ځواکونو دنهې په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې ديو لوړپوړي تندروه کمانډر په گډون درې جنگيالي وژلي دي.

کوئټه کې دامنيتي ځواکونو لخوادنهې په ورځ دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي چې دتيرو څو کلونو راهسې دغلته فرقه ييز تشدد کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

دفرنټئير کور( ايف سي) يو وياند اى ايف پي ته ددغو عملياتو په اړه وئيلي دي چې ځواکونو يې نن دکوئټې ختيز لوري ته په يوه ودانۍ چاپه وهلې اؤ درې تندلاري يې وژلي دي اؤ زياته کړې يې ده چې امنيتي ځواکونو په دغه مهال ٨ لاسي بمونه اؤ پينځه مشين گنونه هم لاس ته راوړي دي.

صوبائي داخله سکتر اکبر حسين دراني ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دوژل شوؤ تندلارو څخه ديو پيژندگلو دمحمود رند په نوم سره شوې ده څوک چې بلوچستان کې دفرقه ييزې ډلې جيش الاسلام مشر دى.

سرچينې وائي وژل شوى يو ترهه گر دکړۀ وړۀ څخه ازبک ښکاريدو اؤ هغه خودکش واسکټ هم اغوستى ؤ.

داتوار په ورځ کوئټه کې دهاغه بمي چاؤدنه پړه جيش الاسلام اؤ لشکرجهنگوي په غاړه اخستې وه چې پکې يو تن وژل شوى اؤ٨ نور ژوبل شوي وؤ.

سرچينو دعوه کړې ده چې دنهې په ورځ امنيتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي دريواړه ترهه گر په هزاره ورورولۍ بريدونو اؤ نورو پيښو کې ککړ وؤ.

په جيش الاسلام دترهه گريزو هلو ځلو له امله ٢٠١٢م کې بنديز لگول شوى ؤ.

ددغه بريد څخه وروستو کوئټه کې وسله والو دپاسپورټ ددفتر سره نزدې دوه هزاره گان وروڼه اؤ يو پوليس وژلى ؤ.

دايف سي دوياند ترمخه مليشه ځواکونو اؤ پوليسودگل په ورځ درامينځته شوې دغه پيښې په اړه ترسره شوؤ کارروائيو کې ٣٩ شکمن کسان نيولي دي اؤ سيمه کې دپوليسو يو لوړپوړي مشر عبدالرزاق هم ددغو نيول شوؤ کسانو پخلى کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG