لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : ډرون بريد کې دداعش دلوړپوړي مشر حافظ سعيد دوژل کيدو ادعا


 دافغانستان داستخباراتي ادارې ددغه دعوې په اړه دداعش له لوري تر دې مهاله څه نۀ دي وئيل شوي.
دافغانستان داستخباراتي ادارې ددغه دعوې په اړه دداعش له لوري تر دې مهاله څه نۀ دي وئيل شوي.

دافغانستان استخباراتي ادارې دخالي په ورځ وئيلي دي په مينځني ختيزې کې دزياتې فعالې ډلې داعش داورکزۍ، پاکستان ، افغانستان اؤ پيوست سيمو لپاره ټاکل شوى مشر حافظ سعيد خان د٣٠ؤ نورو جنگيالو سره دامريکائي ډرون په يو بريد کې وژل شوى دى.

نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي( اين ډي ايس) په يو بيان کې وئيلي دي داين ډي ايس داستخباراتي معلوماتو په اساس دخراسان( پاکستان، افغانستان اؤ پيوست سيمې) لپاره دداعش مشر حفيظ سعيد دننگرهار ولايت په اچين اولسوالۍ کې يو فضائي بريد کې وژل شوى دى.

دافغانستان داستخباراتي ادارې ددغه دعوې په اړه دداعش له لوري تر دې مهاله څه نۀ دي وئيل شوي.

اين ډي ايس وئيلي دي په تخت نومې سيمه کې يې دداعش ډلې دورټوليدو پاخۀ معلومات لرل کوم چې يې دبهرنو ځواکونو سره شريک کړي وؤ، داين ډي ايس په قول ددغه همکارۍ څخه وروستو ډرون په ټاکل شوي هدف يو ميزائيل وداغلو.

تيرو دريوؤ ورځو کې حافظ سعيد افغانستان کې وژل شوى دداعش دوهم لوړپوړى تندروه کمانډر دى.

د زيارت په ورځ مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره کړي وؤ چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخوانی وياند او د داعش اوسنی سيمه ايز کمانډر شاهدالله شاهد په امريکائي بي پائلټه ډورن بريد کې وژل شوی دی .

راپورونو کې وئيل شوي وؤ د افغانستان د ملي امنيت ادارې نېشنل ډائريکټرېټ اف سيکيورټي (اېن ډي اېس) پخلی کړی چې په افغانستان کې د داعش کمانډر او د پاکستاني طالبانو پخوانی کمانډر شاهدالله شاهد په ننگرهار صوبه کې په يو بريد کې وژل شوی دی

شاهدالله شاهد په وروستيو کې د دولت اسلامي يا داعش ډلې سره د ملگرتيا اعلان کړی ؤ ، او هغه د داعش ډلې په پاکستان کې غټ کمانډر گڼل کېدو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG