لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سري لنکا ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې


 پاکستان دغه هدف په 45.2 اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ترلاسه کړو.
پاکستان دغه هدف په 45.2 اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ترلاسه کړو.

پاکستان دکرکټ په لمړي يو ورځني بين المللي ميچ کې سري لنکا ته په شپږو وکټو ماتې ورکولو سره دپينځوؤ ميچونو سيريز کې ديو،صفر برتري ترلاسه کړې ده.

دخالي په ورځ ډمبولا کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دټاس گټلو وروستو سري لنکا ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه اؤ سري لنکا په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ٢٥٥ رنز جوړ کړل.

پاکستان دغه هدف په 45.2 اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ترلاسه کړو.

دپاکستان له لوري محمد حفيظ دڅلورو چکو اؤ لسو چوکو په مدد سره ١٠٣ رنز جوړ کړي، شعيب ملک هم ددوؤ چکو اؤ څلورو چوکو په مرستې سره د٥٥ رنز ناقابل شکست اننگز لوبولى.

دسري لنکا لخوا لکمل، پريرا، ميتهيوز اؤ دلشان ، يو ، يو وکټ ترلاسه کړې ده.

له دې وړاندې دپاکستان باؤلرانو دسري لنکا ټيم په ښه توگه لوبيدو ته پرې نه ښودو اؤ په ١١٨ رنز يې دهغوي څلور بيټسمينان پويلين ته رخصت کړل.

لمړى اؤټ شوى لوبغاړى پريرا ؤ چې ٢٦ رنز يې جوړ کړل اؤ اؤټ شو اؤ بيا تهريمانى ٢٣ رنز کړل، دسري لنکا لخوا چندي مل ٦٥ ، دلشان ٣٨،اپل تهرنگا ٢٠، ملندا سريوندانا ٢٢ اؤ کپتان انجيلو ميتهيوز ٣٨ رنز جوړ کړل.

دپاکستان لخوا دمحمد حفيظ دسنچرۍ ترڅنگ احمدشهزاد ٢٩، اظهرعلي ٢١ اؤ بابر اعظم هم ٢٥ رنز جوړ کړي.

دپاکستان محمد حفيظ څلور، راحت علي دوه اؤ انورعلي اؤ ياسر شاه يو ، يو وکټ ترلاسه کړې ده.

٢٠١٧م کې برطانيه کې دترسره کيدونکې چيمپئنز ټرافۍ ټورنامنټ پورې رسيدو لپاره پاکستان لپاره دپينځوؤ يو ورځنو ميچونو دا سيريز گټل ډير ضروري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG