لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د ډزو په پېښو کې څلور پوځیان و‏ژل شوي


چارواکي وايي کوم وسله وال کس چې په پوځي مرکزونو ډزې کړي هغه هم وژل شوی دی
چارواکي وايي کوم وسله وال کس چې په پوځي مرکزونو ډزې کړي هغه هم وژل شوی دی

د امریکې په سویلي ریاست ټینیسي کې په دوه پوځي مرکزونو د ډزو په پېښو کې څلور پوځیان وژل شوي دي .
چارواکي وايي کوم وسله وال کس چې په پوځي مرکزونو ډزې کړي هغه هم وژل شوی دی او په ډزو کې د یو عسکر په ګډون څو نور کسان ژوبل شوي هم دي .
د چارواکو په وینا وسله وال تن د شناټاګو په علاقه کې موقعیت لرونکي د سوداګرۍ په داسې ځایې ‌‌‌ډزې کړي چرته چې د پوځ نورې پینځه دفترې هم جوړې دي.
د قانون نافذؤنکو ادارو د سرچینو ترمخه د ډزې کوؤنکي تن پېژندګلو د ۲۴کلن محمد یوسف عبدالعزیز په نوم شوې ده . د حمله کوؤنکي کس په اړه نور معلومات مخې ته نه دي راغلي خو د اېف بی ا‏ئي سرچینو وا‏ئس اف امریکا ته وئيلي هغه کويتي نژاد امریکايي وګړی ؤ .
د محکمه دفاع وينا ده چې پېښه کې د ۲۵ نه تر ۳۰ پورې ډزې شوي او د پوځ یو سرتېری پکې په پښه هم لګېدلی دی .
د پوځ یو چارواکي چې په مرکز کې په ډیوټۍ مامور ؤ هغه وئیلي لمړی ډز سحر په لس بجې شوی ؤ .
وروستو حمله کوؤنکي په یو موټر کې اووه میله لرې د سمندري پوځ په اپرېشنل سپورټ مرکز او مېرين کور رزور باندې ورغلی دی.
د عیني شاهدینو په وینا د ډزو د سلسلې د بندېدو سره حمله کوؤنکی هم وژل شوی ؤ خو چارواکو د دې پخلی نه دی کړی چې دغه کس د پوځ په جوابي کارروائۍ کې یا په خپل ډ‌ز وژل شوی دی .
د ټینیسي د ختیزې ضلعې اټارني بل کلین وئیلي مونږ دغه پېښه په ملک کې دننه ترهګري ګڼو .
د سپیني ماڼۍ ویاند وئيلي صدر باراک اوباما ته د ډ‌زو د پېښې احوال تېر کړی شوی دی او په دغې اړه ورته نور تازه معلومات ورکولی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG