دخالي په ورځ چارواکو وئيلي دي دافغانستان په لويديز ولايت هرات کې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې شپږ پوليس عسکر وژل شوي دي.
دولايتي پوليسو وياند عبدالروف احمدي ددغه پيښې په اړه خبري ادارې اى ايف پي ته وويل سحر مهال په گزرا اولسوالۍ کې دترهه گرو له لوري ښخ کړل شوى مائن دپوليسو دگاډي سره ټکر شو چې له امله يې شپږ پوليس ووژل شول اؤ درې نور ژوبل شول.
چاؤدنه کې دوالي وياند احسان الله حيات هم دشپږو پوليسو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
ددغه چاؤدنې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى خو عموماً ټول افغانستان کې دافغان عسکرو دپه نخښه کولو په غرض دسړک دغاړې بمونه طالب جنگيالي ښخوي چې پکې اکثره بې گناه اولسي وگړي هم وژل کيږي.
چاؤدنه کې شپږ افغان پوليس عسکر وروستو له هغې وژل شوي چې دافغان طالبانو مشر مُلا محمد عمر افغان حکومت سره دمذاکراتو ملاتړ اعلان کړو اؤ خبرې اترې يې جائزې وگرځولې.
په داسې حال کې چې دتيرکال په اخره کې افغانستان څخه دنيټو ځواکونو دوتلو وروستو سږکال طالبانو دخپلې سپرلي دروايتي جگړې څخه وروستو ټول افغانستان کې دافغان ځواکونو په ضد بريدونه سيوا کړي دي.
خواؤشا دوه اوونۍ دمخه دافغانستان گاونډي هيواد پاکستان دخپلې پلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دنيغ په نيغه ليدنې کوربه توب کړى ؤ اؤ دامريکا اؤ چين استازو يې څارنه کړې وه.
دغه غونډه کې دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړى ؤ چې دخپل مينځي باور لپاره به کار کوي اؤ دروژې دمياشتې څخه وروستو به نورې غونډې هم کوي