لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چترال کې دسيلابونو له امله تباهي


 دسيلاب له امله دچترال ددريوؤ سيمو کيلاش، گرم چشمې اؤ برني چترال دنورو سيمو سره رابطه قطع شوې ده.
دسيلاب له امله دچترال ددريوؤ سيمو کيلاش، گرم چشمې اؤ برني چترال دنورو سيمو سره رابطه قطع شوې ده.

دبارانونو اؤ سيلابونو له امله دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې چترال سيمه کې گڼ شمير کلي اغيزمن شوي، په لسگونو کورونه لاهو شوي اؤ په سلگونو خلک بې کوره شوي دي.

دسيلاب له امله دچترال ددريوؤ سيمو کيلاش، گرم چشمې اؤ برني چترال دنورو سيمو سره رابطه قطع شوې ده.

خيبرپښتونخوا صوبه کې دافتونو په مهال دمرستې دادارې پي ډي ايم اى ترمخه چترال کې دترټولو زياتو اغيزمنو سيمو کې دوه لکه اؤ ٨٥ کسان ميشته دي چې دمرکزي چترال سره يې رابطه بحالول دهغوي لمړۍ ترجيح ده.

دپي ډي ايم اى دشميرې ترمخه کيلاش کې ٢٥ زره، گرم چشمه کې ٦٠ زره اؤ دچترال برنو سيمو مستوج، تورکو، بوني، يرخون اؤ ملکو کې داوسيدونکو دوؤ لکو خلکو دنورو سيمو سره ځمکنۍ رابطه نشته.

چارواکي وائي چې دغو سيمو کې سيلابي اوبو پُلونه اؤ سړکونه لاهو کړي چې له دې امله يې نورو سيمو سره رابطه ختمه شوې ده.

بل لوري ته دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دصورتحال دجج اخستو لپاره دشورو په سحر چترال ته رسيدلى دى.

چترال کې داوسنو بارانونو اؤ سيلابونو له امله په سرکاري توگه تر دې مهاله ددريوؤ کسانو دوژل کيدو پخلى شوى دى، دچارواکو وينا ده چې دغلته سيلابي اوبو دديرشو نه زيات پلونه لاهو کړي اؤ په لويې شمير کې کورونو اؤ ولاړو فصلونو ته زيان رسيدلى دى.

دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم دپوځ اړونده چارواکو ته امر کړى چې چترال کې دې دسيلاب ځپلو مرستې لپاره کيدونکو هڅو کې کوټلى کردار ادا کړي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دشورو په ورځ پرله پسې په شپږمه ورځ هم دهغوي له لوري امدادي کارروايۍ روانې دي اؤ دمقامي انتظاميې په مرستې سره يې ١٦ ټنه راشن په خلکو ويشلي دي.

سيلاب ځپلو سيمو کې گير٧٣ کسان راويستل شوي اؤ دميډيکل کيمپونو جوړولو لپاره ډاکټران اؤ طبي عمله هم اغيزمنو سيمو ته ليږل شوې ده.

دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير مشتاق غني ترمخه دسيلاب له امله چترال کې خواؤشا درې لکه خلک اغيزمن شوي ،٢٦ کلي تباه شوي، دکورغ سيمې دنورې ضلعې سره رابطه قطع شوې اؤ خواؤشا دوه لکه کسان گير دي.

داطلاعاتو صوبائي وزير دعوه کړې چې دخيبرپښتونخوا حکومت دسړکونو جوړولو اؤ بحالۍ دکارونو لپاره لس کروړه روپۍ، دپاکو اوبو ورکولو لپاره درې کروړه روپۍ اؤ داوبۀ خور دذريعو بحالۍ لپاره يو کروړه روپۍ بيلې کړي دي.

٢٠١٠م کې هم ټول پاکستان کې سيلابونه راغلي وؤ چې چې پکې خواؤشا دوه زره کسان مړۀ شوي وؤ ددرنو مالي زيانونو ترڅنگ په لکونو خلک بې کوره شوي هم وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG