لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش دالقاعده څخه لويه خطره ده،دايف بي ائي ډائريکټر


 دشورو په ورځ کولو راډو کې يوې دستورې ته دوينا په مهال هغه خبردارى ورکړو چې دغه تندروه ډلې په سماجي ميډيا هم خپلې هلې ځلې تُندې کړي دي.
دشورو په ورځ کولو راډو کې يوې دستورې ته دوينا په مهال هغه خبردارى ورکړو چې دغه تندروه ډلې په سماجي ميډيا هم خپلې هلې ځلې تُندې کړي دي.

دامريکا دوفاقي پلټنيزې ادارېايف بي ائي ډائريکټر جيمز کومي وئيلي دي دتندروه ډلې داعش له لوري دامريکايانو دان لا ئن بهرتي کولو هڅه دالقاعده په پرتله امريکا لپاره دترهه گرۍ تر ټولو لويه خطره ده.

دشورو په ورځ کولو راډو کې يوې دستورې ته دوينا په مهال هغه خبردارى ورکړو چې دغه تندروه ډلې په سماجي ميډيا هم خپلې هلې ځلې تُندې کړي دي.

کومي وويل القاعده ځان لپاره دکارکوونکو په ټاکلو کې داحتياط څخه کار اخلي خو داعش دبې ثباته اؤ نشه اي موادو دعادي خلکو بهرتي کولو ته هم تيار دى.

دهغه په قول په ټوئټر دداعش سره تړلي اکاؤنټونه د٢١ؤ زرو څخه زيات دانگريزۍ ژبې وئيونکي فالو کوي چې پکې په زرگونو امريکايان هم شامل دي.

جيمز کومي وويل ادارې يې دداسې امريکايانو په ضد په سلگونو پلټنې پيل کړي چې کيدى شي دتندلاريتوب دلارې پخپلولو سره يې امريکا کې ترهه گريز بريدونه کول غوښتل.

هغه اعتراف وکړو چې ايف بي ائي دمحمد عبدالعزيز څارنه نۀ کوله،دهغه پيژندگلو دهاغه وسله وال په توگه شوى چې تيره اوونۍ يې ټينسي کې په پوځي تنصيباتو دبريد په مهال پينځه عسکر وژلي وؤ.

پلټونکو تر دې مهاله دا خبره نۀ ده معلومه کړې چې ايا عبدالعزيز دداعش څخه متاثره ؤ که نه؟،دهغه کورنۍ وائي هغه داضطراب ښکار ؤ اؤ نشه اي مواد به يې کارول.

کومي دنورو بريدونو دانديښنې په څرگندولو سره وويل دداعش له لوري په مسلمانانو زور راوړل کيږي چې که چرې هغوي مينځني ختيز ته نۀ شي ورتلى نو چرته چې هم وي هلته دې قتل وکړي.

دهغه په قول دخلکو دبهرتي کولو مهم کې دتيرو شپږو څخه اتوؤ اوونو کې اضافه ليدل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG