د افغانستان په بغلان صوبه کې د واده د مراسمو په مهال د دوه ډلو ترمينځ نښته شوې ، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي .
د بغلان چارواکو وئيلي دغه پېښه تېره شپه د ده صلاح نومې ضلع کې د يو واده د مراسمو په مهال رامنځته شوې ده ، او دوه مخالفه ډلو په يو بل ډزې کړي چې په نتيجه کې يې مرګ ژوبله اوختې ده .
چارواکي وايي د واده مراسم د ده صلاح ضلعې په شاساک نومې کلي روان ؤ ، او د نزدې علاقو خلک ته راغلي وو چې په دغه مهال د دوه پخوانو قوماندانانو ترمينځ نښته شوې ده ، او د دوه ماشومانو په ګډون پکې ۲۰ کسان وژل شوي دي .
د بغلان ګورنر سلطان محمد عبادي وايس اف امريکا سره خبرو کې پخلی کړی چې د واده په مراسمو کې د پخوانو قوماندانانو ترمينځ جګړه کې ۲۱ وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي .
چارواکي وايي د پېښې د پلټنو او سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو دپاره پوليس علاقې ته لېږل شوي دي .