لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور اته مجرمان تېزندي کړی شوي


يورپي يونين يو ځل بيا د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د تېزندۍ د سزا په عملي کېدو دې په فوري توګه بندېز ولګوي .
يورپي يونين يو ځل بيا د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د تېزندۍ د سزا په عملي کېدو دې په فوري توګه بندېز ولګوي .

د پاکستان پنجاب صوبې په بېلا بيلو زندانونو کې نن د شورو په ورځ نور اته مجرمان تېزندي کړی شوي دي . د روژې په مياشت کې د تېزندۍ په سزا عمل ودرول شوی او د ګل د ورځې راهسې تيزندي بيا عملي شوې ده .

بل لور ته يورپي يونين يو ځل بيا د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د تېزندۍ د سزا په عملي کېدو دې په فوري توګه بندېز ولګوي .

پاکستان کې تېر کال د دسمبر په مياشت کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د ترهګريز بريد وروستو شپږ کاله پس د تېزندۍ په سزا ورکولو عمل شورو شوی دی .

اول يواځې د ترهګرۍ په جرمونو کې ککړو مجرمانو ته د تېزندۍ ورکولو وئيل شوي خو وروستو د مرګ سزاوارو هرقسمه مجرمانو ته تېزندي ورکول عملي کړی شو .

په ټول ملک کې د تېر کال راهسې تراوسه پورې د ۱۷۰ نه زيات مجرمان په تېزندي کړی شوي دي ، چې پکې زياته شمېره په ترهګرۍ کې د ککړو مجرمانو په ځايې په نورو جرمونو کې سزاوار په دار خېژول شوي دي .

نن د شورو په ورځ د پنجاب صوبې د اټک، ګجرات، سرګودهې، جهنګ، قصور او ملتان په زندانونو کې اته مجرمان تېزندي کړی شوي دي ، او راپورونه وايي ټولو مجرمانو ته د قتل په جرمونو کې د مرګ سزا اورول شوې او د سزا په ضد د ټولو اپيلونه رد کړی شوي وو .

د ګل په ورځ دوه مجرمان تېزندي کړی شوي او د روژې نه پس نن ۱۰ مجرمان پوره شوچې تېزندي کړی شو .

يورپي يونين، ملګري ملتونه او د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه د تېزندۍ د سزا په بيا عملي کولو د پاکستان په حکومت نيوکې کوي او وايي دغه فېصله دې بيرته واخيستل شي .

ولې حکومت وايي چې د ملک غېرمعمولي امنيتي حالاتو ته په کتو د تېزندۍ د سزا عملي کېدو پرېکړه شوې ده .

نن د شورو په ورځ د يورپي يونين لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې پاکستان کې د تېزندۍ د سزا نه د بندېز پورته کولو وروستو چې په کومه تېزۍ سره دغه سزا ورکول کيږي ، دويې ته پرې اندېښنه ده .

بيان کې د پاکستان د حکومت نه غوښتنه شوې چې خپله نړيواله زمه واري دې ترسره کړي او د تېزندۍ د سزا په عملي کېدو دې بندېز ولګوي .

د پاکستان لخوا د دغه ډول غوښتنو په ځواب کې له وړاندې نه وئيل شوي چې ملک يې د قانون ترمخه په سزا ورکولوعمل کوي او د کوم نړيوال قانون يا لوظنامې سرغړونه نه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG