لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: په ۱۴ ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو ري پولينګ روان دي


د سرکاري ميډيا ترمخه د صوبې په ۱۴ ضلعو کې په ۳۶۰ پولينګ سټېشنو باندې به د ماښام ۶ بجو پورې ووټونه اچول کيږي ،
د سرکاري ميډيا ترمخه د صوبې په ۱۴ ضلعو کې په ۳۶۰ پولينګ سټېشنو باندې به د ماښام ۶ بجو پورې ووټونه اچول کيږي ،

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په ۱۴ ضلعو کې نن د زيارت په ورځ په ۳۶۰ پولينګ سټېشنو د بلدياتي انتخاباتو ري پولينګ (په دويم ځل ووټونه اچول) کيږي .

خېبرپښتونخوا صوبه کې د مئ د مياشتې په ۳۰م نېټه بلدياتې ټاکنې شوې وې ، خو اليکشن کمېشن د درغلۍ او بدانتظامۍ رامنځته کېدوله امله د ۱۴ ضلعو په ځينو پولينګ سټېشنو ووټونه ځنډولي او د بيا اليکشن کولو امر يې کړی ؤ .

د ۳۰م مئ د ټاکنو په ورځ د صوبې په بېلابيلو برخو کې د تشدد پېښې هم رامنځته شوې او د يو درځن نه زيات کسان پکې وژل شوي وو .

د سرکاري ميډيا ترمخه د صوبې په ۱۴ ضلعو کې په ۳۶۰ پولينګ سټېشنو باندې به د ماښام ۶ بجو پورې ووټونه اچول کيږي ، د پولينګ عمل سحر په ۷بجې پېل شوی دی .

چارواکي وايي د ټاکنو په مهال سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي ، د پوليس او پوځ سرتيري په پولينګ سټېشنو ځايې په ځايې کړی شوي او په پولينګ سټېشنو کې دننه د ميډيا په کوريج هم بندېز لګول شوی دی .

او پېښور کې د ۱۴۴دفعې لاندې د موټر سائيکل غبرګه سورلۍ بنده کړی شوې ده .

د اليکشن کمېشن د چارواکو په وينا پېښور کې په ۲۹ پولينګ سټېشنو، نوښار کې په ۸۸، چارسده کې په ۴۵، مردان کې په ۴۲، صوابۍ کې په ۱۷، کوهاټ کې په ۵، هنګو کې په ۴، کرک کې په ۷۰، بنو کې په ۳۰، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې په ۸، ۸، اېبټ اباد کې په ۷، مانسهره کې په ۶ او بونېر کې په يو پولينګ سټېشن په دويم ځل ووټونه اچول کيږي .

خېبرپښتونخوا کې د اپوزيشن ډلو لخوا د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) په صوبايي حکومت د ۳۰م مئ په بلدياتي ټاکنو کې د درغلۍ او بدانتظامۍ تورونه لگېدلي وو ، خو صوبايي حکومت د درغلۍ او بدانتظامۍ زمه وار اليکشن کمېشن ګرځولی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG