امريکا په افغان طالبانو افغان حکومت سره دسولې دخبرو اترو ددوامداره ساتلو غږ کړى دى اؤ وئيلي يې دي طالبان دې دافغان حکومت دخبرو اترو وړانديز ومني اؤ په قانوني توگه دې دهيواد دسياسي نظام برخه جوړه شي.
دامريکا دخارجه محکمې وياند مارک ټونر دزيارت په ورځ ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې طالبان دامنيت دټينگښت په هڅو کې دافغان حکومت دملگرتيا کولو لپاره يوه غوره موقع په لاس کې لري.
هغه وويل فکر کوي دجوړجاړي لپاره دا تر ټولو غوره شيبه ده اؤ دا ديوې موقعې په گڼلو سره مخ په وړاندې تگ پکار دى.
دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ څو اوونۍ دمخه دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب نيغ په نيغه خبرې اترې شوې وې اؤ دواړو خواؤ( افغان حکومت اؤ طالبانو) راتلونکو څو اوونو کې په بيا ليدنې اتفاق کړى ؤ.
ټاکل شوې وه دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ به دوهم پړاؤ هم مري کې دجمعې په ورځ ترسره کيږي خو دپاکستان خارجه دافغان طالبانو دمشر مُلا عمر دمړينې دراپورونو دخوريدو وروستو دزيارت په ورځ په يو بيان کې وئيلي وؤ چې دافغان طالبانو دقيادت په خواست دغه خبرې ځنډيدلي دي.
دامريکا دخارجه محکمې دوياند په قول دطالب مشر مړينې سره طالبانو ته هيواد کې دامن اؤ ثبات دترلاسه کولو يوه نوې موقع ترلاسه شوې ده.
هغه وويل طالبانو دامن عمل دبرخې په جوړيدو سره دخپلواکه اؤ متحد افغانستان سياسي نظام کې شامليدى شي چې ورته به دنړيوالې ورورولۍ ملاتړ هم ترلاسه وي يا هغوي بيا جگړه دوامداره ساتلى شي چې ورسره به يې خپل هيواد بې ثباته کيږي.
مارک ټونر وويل چې امريکا به دافغان چارواکو په مشرۍ دترسره کيدونکي امن عمل ملاتړ دوامداره ساتي.
هغه وويل دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ خبرو کې پاکستان ډيره مرسته کړې اؤ امريکا غواړي دسولې خبرو کې پاکستان خپل مثبت کردار دوامداره وساتي.
وياند دطالبانو دنوي مشر اختر منصور اؤ ملا عمر دزوې ترمينځ داختلافونو دخبرونو څخه دبې خبرۍ څرگندونه وکړه.
هغه وويل چې امريکا افغانستان کې دتندروه ډلې داعش دمخ په زياتيدونکي اثرورسوخ څخه خبر ده اؤ څاري يې ترڅو دغه ډله دسيمې لپاره گواښ جوړ نۀ شي.