لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو سرچينې وائي جلال الدين حقاني هم مړى شوى دى


 وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې دطالبانو سرچينو منلې ده چې دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک مشر جلال الدين حقاني خواؤشا يو نيم کال دمخه مړ شوى ؤ.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې دطالبانو سرچينو منلې ده چې دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک مشر جلال الدين حقاني خواؤشا يو نيم کال دمخه مړ شوى ؤ.

دجمعې په ورځ دطالبانو سرچينو منلې ده چې دپاکستان داستخباراتي ادارې ائي ايس ائي په مرسته افغانستان کې په امريکائي اؤ افغاني ځواکونو په بريدونو کولو تورن دحقاني نيټ ورک مشر جلال الدين حقاني هم مړ شوى دى.

تيره ورځ افغان حکومت اؤ طالبانو دافغانستان دطالبانو دمشر مُلا عمر دمړينې پخلى کړى ؤ.

تر دې مهاله دجلال الدين حقاني ډلې دافغانستان حکومت، يا پاکستاني چارواکو دحقاني دمرگ دراپورونو په اړه خپل نظر نۀ دى څرگند کړى.

جلال الدين حقاني هاغه افغان جنگيالى مشر ؤ چې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې يې دتندروه فعاليتونو يو پراخه نيټ ورک لرلو اؤ دپاکستان استخباراتي اداره ائي ايس ائي وخت په وخت ددغه ډلې په پالنه تورنه کړل شوې ده، خو پاکستان دغه رقم تورونه رد کړي دي.

وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې دطالبانو سرچينو منلې ده چې دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک مشر جلال الدين حقاني خواؤشا يو نيم کال دمخه مړ شوى ؤ.

حقاني نيټ ورک دسراج الدين حقاني دمړينې په اړه تر دې مهاله باضابطه بيان جاري کړى نۀ دى.

دجلال الدين حقاني ځوې سراج الدين حقاني دخپل پلار دناروغۍ څخه راپديخوا تقريباً ديونيم کال راهسې دحقاني نيټ ورک چارې مخ په وړاندې بوځي.

دحقاني نيټ ورک بنياد جلال الدين حقاني ايښودى ؤ، هغه دامريکا په ملاتړ د١٩٨٠ء په لسيزه کې افغانستان کې دسويت يونين دځواکونو په ضد جنگيدلى يو افغان جنگيالى ؤ.

د١٩٨٠ء په لسيزه کې جلال الدين حقاني امريکائي سي ائي اى اؤ دپاکستان استخباراتي ادارې ته نزدې ؤ، کله چې په کابل کې په کال ١٩٩٦ء کې طالبان اقتدار ته ورسيدل نو هغه ورسره هم ملگرى شو اؤ دطالبانو دپخواني مشر مُلا محمد عمر په مشرۍ دکابينې وزير پاتې شوى ؤ.

کله چې دنائن اليون دبريدونو څخه وروستو امريکايانو په افغانستان بريد وکړو نو حقاني دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ته وتښتيدو اؤ په قبائيلي سيمو کې دامريکا ضد کمانډرانو څخه يو جوړ شو.

هغه په شمالي وزيرستان کې خپله ځاله جوړه کړې وه اؤ ددغه ځايې څخه به يې دحقاني نيټ ورک دکارروائيو لپاره لارښوونې جاري کولې، حقاني ډله افغانستان کې دافغان اؤ امريکائي ځواکونو په ضد په ترسره شوؤ سترو خونړو بريدونو ککړ ده.

راپورونه وائي چې هغه دافغانستان په ختيزه برخه کې تربيتي اډې لرلې اؤ القاعده ته هم نزدې ؤ، دهغه جنگيالي دافغانستان په ختيز، جنوب ختيز اؤ پلازمينه کابل کې فعاله گڼل کيږي.

حقاني نيټ ورک په عسکري توگه دطالبانو په ډلو کې تر ټولو زيات توان لرونکې خو دپخواني طالبانو دمشر ملا عمر وفاداره يوه ازاده ډله پاتې شوې ده.

په کال ٢٠١٣م کې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې نامعلومو وسله والو دجلال الدين حقاني ځوې ناصر الدين حقاني هم وژلى ؤ.

دناروغۍ له امله جلال الدين حقاني دخپلې ډلې اپريشنل کمانډ خپل ځوې سراج الدين ته سپارلى ؤ.

دجنورۍ کال ٢٠٠١ء څخه جلال الدين دملگرو ملتونو دبنديزونو په فهرست کې هم شامل ؤ اؤ په هغه دنړيوال سفر اؤ ورسره دڅه رقم مرستې بنديزونه لگيدلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG