د ملګرو ملتونو لخوا د خالي په ورځ جاري شوې شمېرې ترمخه په داسې مهال چې په عراق کې د تُندلاره ډلې داعش په ضد جګړه روانه ده د جولائۍ په مياشت کې په دغه هېواد کې د تشدُد نه ډکو پېښو کې لږ ترلږه ۱۳۳۲ کسان وژل شوي دي ، راپور وايي د جون په پرتله د وژنو دغه شمېره کمه ده .
په عراق کې د ملګرو ملتونو مشن وئيلي په وژل شوؤ کې ۸۴۴ عام ملکي وګړي دي ، او د داعش په ضد جګړه کې بوخت د عراقي پوځ او حکومت پلوه ملېشې ۴۸۸ اهلکار پکې هم وژل شوي دي .
په دغه موده کې د ژوبل شوؤ کسانو شمېره ۲۱۰۸ وئيل شوې ده . بغداد کې د ټولو نه زيات کسان وژل شوي چې شمېره يې ۳۳۵ ده .
د جون په مياشت کې عراق کې لږ تر لږه ۱۴۶۶ کسان وژل شوي او ۱۶۸۷ ژوبل شوي وو .
د ملګرو ملتونو لخوا د وژل شوؤ په شمېره کې هغه علاقې نه دي شامل ، کومې چې د داعش په ولقه کې دي . داعش سره د عراق او شام درېمه برخه په قبضه کې ده چرته چې يې د خپل جوړ خلافت اعلان کړی دی .
ملګرو ملتونو وئيلي په راپور کې يې د هغو وژنو پخلی نه دی شوی کومې د جنګ د اثراتو له امله رامنځته شوي او خلک د اوبو، خوراک، دوايانو او نورو اسانتياؤ د نشتوالي له کبله د کورونو نه بهر شوي دي .
د پوليسو په وينا د خالي په ورځ هم د بغداد په شمال کې رشيديه مارکيټ سره نزدې يوه بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .
پوليس زياته کړې چې د بغداد په سويلي ختيزه علاقه کې د ګاډو جوړولو د يو ورکشاپ سره نزدې بله بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي دي .
طبي چارواکو د نوم نه څرګندولو په سر د دغو ژنو پخلی کړی دی .
په عراق کې تېر کال د داعش د جنګي عملياتو پېل کېدو نه پس د تشدُد نه ډکې پېښې زياتي شوي دي . او د عراق پوځ د تُندلارو نه د علاقو بيرته نيولو هڅې کوي .