لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د تېزو بارانونو سره د سېلابونو راتلو خبرداری


د جولائۍ د مياشتې د درېمې نېټې نه تراوسه پورې په صوبه کې ۳۹ کسان د باران او سېلابونو په نتيجه کې مړه شوي دي چې ۳۳ کسان پکې يواځې په چترال کې دي
د جولائۍ د مياشتې د درېمې نېټې نه تراوسه پورې په صوبه کې ۳۹ کسان د باران او سېلابونو په نتيجه کې مړه شوي دي چې ۳۳ کسان پکې يواځې په چترال کې دي

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) په راتلونکو دوه ورځو کې د صوبې په زياتره برخو کې د تېزو بارانونو کېدو سره د سېلابونو راتلو خبرداری جاري کړی دی .

د خېبرپښتونخوا د پي ډي اېم اې وياند لطيف الرحمان وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل د موسمياتو د محکمې لخوا د تېزو بارانونو ورېدو د پېشنګوئۍ وروستو دويې د ممکنه راتلونکو سېلابونو په مهال د اړونده ضلعو چارواکو ته خبرداری او د تيارو نيولو هدايات ورکړي دي .

"راتلونکو دوه ورځو کې په ملاکنډ ډويژن، پېښور، مردان، کوهاټ، بنو، هزاره او ډېره اسماعيل خان کې د تېزو بارانونو سره د سېلابونو راتلو امکان دی ".

د پي ډي اېم اې وياند پخلی اوکړو ، چې " د جولائۍ د مياشتې د درېمې نېټې نه تراوسه پورې په صوبه کې ۳۹ کسان د باران او سېلابونو په نتيجه کې مړه شوي دي چې ۳۳ کسان پکې يواځې په چترال کې دي" .

خو د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) ترمخه تراوسه پورې په ټول ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۹ کسان مړه شوي چې پکې يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ۵۰ کسانو ژوند دلاسه ورکړی دی .

پنجاب کې ۲۱، کشمير کې ۱۹، بلوچستان کې ۱۴ او ګلګت بلتستان کې پينځه کسان مړه شوي دي .

د اېن ډي اېم اې د شمېرې ترمخه ټول ملک کې نزدې اووه لاکه خلک سېلابونو اغېزمند کړي او ۲۷۰۵ کورونو ته زيان اوړېدلی دی . او په لکونو اېکړه زمکو باندې ولاړ فصلونه هم سېلابونو وهلي دي .

د پي ډي اېم اې وياند لطيف وايي په چترال کې د واورې د غرونو خوېدو سره سېلابونه نور زياتېدی شي او د صوبې په غريئزه علاقو کې د غرونو خويېدو اندېښنه موجوده ده .

نوموړي زياته کړه دا وخت په دريای کابل کې د اوچتې درجې سېلاب دی او په نوښار کې درياب سره نزدې يو شمېر کورونو ته اوبه اوړېدلي دي . هغه وئيل په نوښار کې د درياب په غاړه اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو وئيل شوي او په سکولونو کې ورته د اوسېدو برابرتياوې شوي دي .

لطيف ووئيل دوېې ته تراوسه پورې په نوښار او چارسده کې د سېلابونو په نتيجه کې د کوم زاني زيان خبر نه دی مېلاؤ شوی ، او د دغو دواړو ضلعو چارواکو ته د چمتو کېدو هدايات ورکړی شوي دي .

نوموړی وايي په صوبه کې به د درېمې جولائۍ نه د پشکالي بارانونو پېل شوې سلسله تر د اګست د ۱۵م نېټې پورې روانه وي .

د پي ډي اېم اې ترمخه په چترال کې ضلعي انتظاميه او پوځ خلکو سره د هيلي کاپټرو د لارې مرستې کوي او کوششونه روان دي چې ځمکنۍ لارې ازادې کړی شي .

راپورونه وايي جنوبي پنجاب کې د سېلاب تباه کارۍ رواني دي ، او د تونسې په مقام د انډس هائي وی (سړک) په اوبو کې د بهېدو په وجه د خېبرپښتونخوا د پنجاب او سندهـ صوبې سره ځمکنۍ لاره کټ شوې ده .

او د کوه سليمان په غرونو کې د تېزو بارانونو له امله د غر راخوېدو په وجه د ډېره غازي خان او بلوچستان ځمکنۍ لارهم بنده شوې ده .

راپورونه وايي د سندهـ صوبې په سکهر بېراج د اوبو سخت دباؤ دی ، په کشمور کې په دريايې سندهـ باندې د اوچتې درجې سېلاب دی ، او په ګډو بېراج باندې د اوبو سطح لوړيږي .

او د سندهـ صوبې پي ډي اېم اې اړونده ادارو ته د چمتو کېدو هدايات جاري کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG