مينځني ختيز کې زياتې فعالې اؤ افغانستان کې په چټکتيا سره پراخه کيدونکې تندروه مذهبي ډلې دولت اسلاميه يا داعش په دغه هيواد کې دلسو کسانو په بې دردۍ سره دوژلو اؤ په بمونو دهغوي دالوځولو يوه نوې ويډيو جاري کړې ده.
دداعش لخوا جاري شوې دغه ويډيو کې ، چې په شکمنه توگه دافغانستان په ننگرهار ولايت کې جوړه شوې، لس کسان په ځمکه دکښيناستو په حالت کې ليدل کيږي چې ترې لاندې کورني جوړ شوي بمونه( ائي اي ډيز) ښخ کړل شوي اؤ وروستو پرې الوځول شوي دي.
دداعش په دغه ويډيو کې په لسو واړو کسانو دخپل مذهب دپريښودو تور لگول شوى دى.
ويډيو کې دداعش جنگيالي په اسونو درارسيدو په حالت کې ليدل کيږي اؤ ددې ترڅنگ ټوله ويډيو کې دهغوي تور بيرغونه هم په داسې حالت کې ښکاري چې جنگيالي په ځمکه کورني جوړ شوي بمونه ښخوي.
په بمونو الوځول شوؤ لسو کسانو کې ځينې دپوخ عمر کسان هم وي، دهغوي سترگې تړل کيږي اؤ دچاؤديدونکو موادو دپاسه ټيټولى شي اؤ وروستو الوځول کيږي، ويډيو کې ليدل کيږي چې دچاؤديدونکو موادو دالوتو څخه دمخه دداعش جنگيالي منډې وهي.
دا نۀ ده په ډاگه چې کوم کسان دداعش لخوا په دغه ويډيو کې په بمونو الوځول شوي هغوي څوک دي خو دټولنيزو رابطو دويب سائټ ټوئټر دپوسټونو څخه اشاره ميلاويږي چې هغوي يا خو طالبان دي اؤ يا دطالبانو دډلې مرسته کوونکي دي.
په نزدې ورځو کې دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دطالبانو اؤ داعش دجنگيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي اؤ هغوي يو بل ته دمرگ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.