لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران اؤ پاکستان د ترهگرۍ د خاتمې په گډو هڅو متفق شوي


 سرتاج عزيز ددواړو هيوادونو ترمينځ دغوره اړيکو يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې پاکستان پاکستان ايران سره بيلا بيلو څانگو کې اړيکو ته وده ورکول غواړي.
سرتاج عزيز ددواړو هيوادونو ترمينځ دغوره اړيکو يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې پاکستان پاکستان ايران سره بيلا بيلو څانگو کې اړيکو ته وده ورکول غواړي.

دايران دبهرنو چارو وزير جواد ظريف وئيلي دي چې په مينځني ختيز کې دفعاله ډلې داعش څخه سيمې ته خطرې پيښې دي.

دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو اؤ قومي سلامتۍ دمشاور سرتاج عزيز سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جواد ظريف په پاکستان غږ کړى چې دسيمې اؤ نړۍ څخه دفرقه واريت، ترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره دې ورسره په گډه کار وکړي.

دايران خارجه وزير وويل دواړو هيوادونو ته سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره په فعاله توگه په گډه کار کولو ته اړتيا ده اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو سره دسيمې پرمختگ ممکن دى.

جواد ظريف وويل دترهه گرو هيڅ مذهب نۀ وي اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به گاونډي هيوادونو ته په گډه کار کول وي.

دهغه وينا وه وزيراعظم نواز شريف سره يې دليدنې په مهال په تندلاريتوب اؤ سيمه ييز صورتحال خبرې شوي دي.

دسيمې دنورو هيوادونو ترڅنگ اسلام اباد اؤ تهران ته هم دتندروه ډلې داعش څخه خطره پيښه ده اؤ هغوي ددغه ډلې دمخ په زياتيدونکي اثرورسوخ مخنيوي لپاره دخپل مينځي مرستو د سيوا کولو ژمنې هم کوي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې دايران دبهرنو چارو وزير وويل چې داعش څخه ټولې سيمې ته خطره پيښه ده.

دايران دبهرنو چارو وزير اسلام اباد ته دغه سفر وروستو له هغې کړى چې تهران تيره مياشت دشپږو نړيوالو قوتونو سره په يو تاريخ اټومي تړون لاسليک وکړو.

پاکستان هيله لري چې ددغه جوهري تړون په نتيجه کې دايران اؤ پاکستان ترمينځ دگيس پا ئپ لا ئن دمنصوبې سرته درسولو لپاره لاره هواره شي.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستاني وزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز په اټومي تړون ايران ته مبارکي وړاندې کړه اؤ وې وئيل چې هغوي دپاک ايران گيس پا ئپ لا ئن په منصوبه زر تر زره عمل درامد غواړي.

سرتاج عزيز ددواړو هيوادونو ترمينځ دغوره اړيکو يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې پاکستان پاکستان ايران سره بيلا بيلو څانگو کې اړيکو ته وده ورکول غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG