لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر مهتاب:دترهګرۍ په ضد جګړه کې دښمن عبرتناک شکست خوړلی


د خیبر پښتونخوا ګورنر غلنۍ کې د ازادۍ د ورځې ددستورې په موقعه
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلنۍ کې د ازادۍ د ورځې ددستورې په موقعه

د خیبر پښتونخوا ګورنر ښاغلی مهتاب احمد خان وایي د ټول قام اؤ په ځانګړي ډول د قبائیلي اولس په مرسته د پاکستان امنیتي ځواکونو هغه خونړي، ظالم اؤ وحشي دښمن ته ماتې ورکړې ده چې زمونږ ماشومان، مشران اؤ زلمي یې وژل اؤ سکولونه یې راله په بمونو الوځول.

د جمعې په ورځ د افغانستان سره په پوله د پرتې پاکستاني قبائیلي سیمې مومند ایجنسۍ په مرکز غلنۍ کې د پاکستان د ازادۍ دورځې په مناسبت راجوړې شوې یوې دستورې ته ګورنر مهتاب پخپله وینا کې وویل د سکولونو په بمونو الوځولو اؤ د بې ګناه خلکو په وژلو سره دښمن په نړۍ کې د پاکستان وقار مجروح کول اؤ د اسلام اصل څهره مسخ کول غوښتل خو پخپلو شومو پلانونو کې بریالی نه شو.

هغه وویل "زمونږ د پوځ تورزنو افسرانو، زلمو اؤ زمونږ غیورو قبائیلو د خپلو ځانونو په قربانولو سره دښمن ته یو عبرتناک شکست ورکړی دی"

ګورنر وویل په دې زمکه دپاکستان د بقاء اؤ سالمیت جګړه شوې ده چې په دغه جګړه کې دښمن پشا تګ اختیار کړی دی خو مونږ ته به خپل دغه دښمن تیښتې ته پریښودل نه وي.

ګورنر په قبائیلي اولس غږ وکړو چې مونږ ته به خپله خاوره د دښمن د ناپاک وجود نه پاکول اؤ دا زمکه په ورانکارو، ترهګرو اؤ تندلارو تنګول وي.

هغه هیله ښکاره کړه چې په دې جګړه کې قبائیلي اولس د خپل پوځ تر څنګ ولاړ دی اؤ وروستی تاریخي بری به د پوځ اؤ قبائیلو برخه ګرځي.

ګورنر دستورې ته پخپله وینا کې دا هم وویل چې قبائیلي اولس په پاکستان اؤ ددې په وسائیلو د لاهور،کراچۍ ، اسلام اباد اؤ پیښور د خلکو څخه زیات حق ځکه لري چې دوئ تیر ډیر کلونه په ډیر درد اؤ تکلیف کې تیر کړي دي.

خو هغه دا خبره په ډاګه نه کړه چې دغه حقونه په کوم شکل کې قبائیلي اولس ته ترلاسه دي.

د پاکستان حکمرانان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دقبائیلي اولس د قربانو په واز کومي اعتراف کوي خو څیړونکي وايی چې قبائیل په یوویشتمه پیړۍ کې هم د ژوند ا ساسي حقونو څخه محروم ساتل شوي دي.

د پاکستان په اووه قبائیلي ایجنسو کې تر دې مهاله یو پوهنتون هم نشته اؤ نه دغو قبائیلي وګړو ته پخپله خاوره د روزګار پراخه موقعې برابرې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG