لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين : دچاؤدنې دخواؤشا سيمو دخالي کولو امر


Smoke rises among shipping containers next to damaged vehicles as firefighters try to put out a fire after explosions on Wednesday night, at Binhai new district in Tianjin, China, Aug. 14, 2015.
Smoke rises among shipping containers next to damaged vehicles as firefighters try to put out a fire after explosions on Wednesday night, at Binhai new district in Tianjin, China, Aug. 14, 2015.

ديو حکومتي ورځپاڼې ترمخه دچين چارواکو شمال ختيز ښار تيانجن کې په لويه پيمه دلگيدلي اور خواؤشا سيمو کې ميشتوؤ خلکو ته په سمدستي توگه دسيمې دخالي کولو امر کړى، ددغه اور له امله يوه لويه صنعتي سيمه سوځيدلې اؤ ړنگه شوې ده.

دبيجنگ نيوز ورځپاڼې دخالي په ورځ اطلاع ورکړې ده چې کوم گودام کې چې اور لگيدلى خلکو ته دهغې څخه ددريوؤ کلو ميټرو ساحه کې دسيمې دپريښودو امر شوى.

دورځپاڼې ترمخه ماحولياتي پوليسو اؤ دپيښې پځايې کې موجودو نورو چارواکو خلکو ته دسيمې دپريښودو ددغه امر پخلى کړى دى.

دپوليسو په اړه خبر کې وئيل شوي دي چې دپيښې دځايې په ختيز کې زهريلا کيميائي مواد سوډيم سائنائډ موندل شوى.

دپوځ ٢٠٠ دجوهري اؤ بائيوکميکل موادو په اړه ماهران سيمه کې دزهريلا موادو لټون کوي.

تر دې مهاله چارواکي په دې خبره زور راوړي چې کومه سيمه خالي کولى شي هغه دخطرناکو کيميائي موادو څخه محفوظه ده خو چارواکو ددې خبرې پخلى کړى چې دچاؤدنې پځايې کې يې بيلا بيل زهريلا مواد موندلي دي.

چائينيز سنټرل ټيلي ويژن اطلاع ورکړې چې دخالي په ورځ دپيښې ځايې کې دنوي اورلگيدو وروستو امدادي کار اودرول شوى دى.

دچين دڅلورم لويې ښار تيانجن چارواکو دخالي په ورځ وئيلي دي چې دچاؤدنې له امله دمړو شمير ٨٥ؤ ته رسيدلى چې پکې د٢١ؤ تعلق داور وژونکې عملې سره ؤ اؤ گڼ شمير کسان اوس هم بې درکه دي.

پلټونکو ته تر دې مهاله نۀ ده معلومه چې په ابتدائي توگه داور لگيدو يا چاؤدنې وجه څه وه؟ چې له امله يې داور لمبې پورته شوې وې اؤ دشدت په نتيجه کې يې څو کلو ميټره لرې دودانو شيشې ماتې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG