لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې حکومتي پوځ په پنځوؤ صوبو قبضه کړې،راپور


حکومت پلوه ځواکونو دهيواد په جنوبي سيمه کې تيره مياشت دياغيانو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ هغوي يې دجولا ئي تر نيمائي دجنوبي ښار عدن څخه په وتلو مجبور کړي وؤ.
حکومت پلوه ځواکونو دهيواد په جنوبي سيمه کې تيره مياشت دياغيانو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ هغوي يې دجولا ئي تر نيمائي دجنوبي ښار عدن څخه په وتلو مجبور کړي وؤ.

راپورونه وائي يمن کې دجلا وطنه حکومت پلوي پوځ لخوا دايران پلوه حوثي ياغيانو په ضد پرمختگ دوام لري اؤ دخالي په ورځ ددغه هيواد په جنوبي سيمه کې يې په يوه بله صوبه هم قبضه ترلاسه کړې ده.

يو پوځي چارواکي خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي ياغيان وروستو له هغې وتلي اؤ شبوه صوبه يې حکومت پلوه ځواکونو ته سپارلې چې هغوي ته دغه صوبه کې دخوندي لارې ورکولو ژمنه وشوه.

داى ايف پي ترمخه نور پوځي چارواکي هم سيمې څخه دياغيانو دوتلو پخلى کوي.

شبوه کې ديو سياسي کارکونکي سليم العولاقي ترمخه ياغيانو دصوبې واک جنوبي تحريک ته سپارلى.

حکومت پلوه ځواکونو دهيواد په جنوبي سيمه کې تيره مياشت دياغيانو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ هغوي يې دجولا ئي تر نيمائي دجنوبي ښار عدن څخه په وتلو مجبور کړي وؤ.

وروستو هغوي پرمختگ وکړو اؤ لحج، ابيان، دليح اؤ شبوه يې قبضه وکړه.

حوثي ياغيانو په صنعاء دقبضې کولو وروستو دعدن له لوري پرمختگ پيل کړى ؤدکوم څخه وروستو چې دسعودي عرب په مشرۍ ائتلاف دهغوي په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې.

دملگرو ملتونو دشميرې ترمخه يمن کې دروانې جگړې په نتيجه کې ٤٣٠٠ کسان وژل شوي چې پکې نيمائي اولسي وگړي دي اؤ ديمن د٢١ ملينو خلکو ٨٠ؤ فيصدو ته دخوراک اؤ تحفظ ضرورت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG