لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې نور ٢٥ جنگيالي وژل شوي


 دپوځي سرچينو ترمخه پوځ دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې دتندلارو دشکمنو ځالو په ضد فضائي بريدونه ترسره کړيدي.
دپوځي سرچينو ترمخه پوځ دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې دتندلارو دشکمنو ځالو په ضد فضائي بريدونه ترسره کړيدي.

راپورونه وائي دپوځ له لوري قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو دشکمنو ځالو په ضد ترسره شوؤ ف ضائي بريدونو کې نور ٢٥ ترهه گر وژل شوي چې له دې وروستو روانه اوونۍ کې شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ عملياتو کې دوژل شوؤ تندلارو شميره ١٣٥ؤ ته رسيدلې ده.

دپوځي سرچينو ترمخه پوځ دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې دتندلارو دشکمنو ځالو په ضد فضائي بريدونه ترسره کړيدي.

دسرچينو وينا ده دجيټ الوتکو څخه شوې بمبارۍ کې ٢٥ نور تندلاري وژل شوي دي.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله دغه پيښه کې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى په ازادانه توگه نۀ شي کيدى.

خبري ادارې روئيټرز دسيمه ييزو خلکو له خُلې راپور ورکړى چې هغوي داتوار دورځې راهسې پرله پسې دبمونو غږونه اوري خو ورته دسيمې دپريښودو امر نۀ دى شوى اؤ زياته کړې يې ده هغوي غواړي ورته دخپلو کورنو ترڅنگ دسيمې څخه دوتلو لپاره خوندي لاره ورکړل شي.

بل لوري ته دپاکستاني طالبانو يو وياند احسان الله احسان وئيلي دي چې دغه فضائي بريدونو کې دهغوي کوم جنگيالى وژل شوى نۀ دى.

دپاکستان پوځ پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عملياتو کې دغه چټکتيا په داسې حال کې راوستې چې دتير اتوار په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې په اټک سيمه کې دصوبائي داخله وزير شجاع خانزاده په ديره کې يو ځانمرگي بريد شوى ؤ چې په نتيجه کې يې دشجاع خانزاده په گډون د٢٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په نيمائي کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم پوځي عمليات وروستو له هغې پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستاني پوځ ترمخه دشمالي وزيرستان په عملياتو کې تر دې مهاله 2800ؤ پورې جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې له مينځه وړل شوي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه پوځي شميرې پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG