لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې درنه چاؤدنه،١٢ کسان مړۀ،٦٦ ژوبل


 دپوليسو وينا ده چې دبهرنو ځواکونو په هاغه کاروان ځانمرگي بريد ترسره شوى چې دسيمې څخه تيريدو.
دپوليسو وينا ده چې دبهرنو ځواکونو په هاغه کاروان ځانمرگي بريد ترسره شوى چې دسيمې څخه تيريدو.

دافغانستان دپلازمينې کابل په سفارتي سيمه کې يوه درنه بمي چاؤدنه شوې چې پکې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي اؤ ٦٦ نور ژوبل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې دبهرنو ځواکونو په هاغه کاروان ځانمرگي بريد ترسره شوى چې دسيمې څخه تيريدو.

دافغانستان دروغتيا دوزارت ترمخه وژل شوؤ کسانو کې ٩ افغانان اؤ يو بهرنى شامل دي.

دروغتيا دوزارت وياند کبير عامري وائي چې دکابل گڼو روغتونو ته د١٢ؤ کسانو مړي اؤ ٦٦ ژوبل کسان وروړل شوي دي.

دعيني شاهدانو وينا ده چې دغه چاؤدنه دکابل دائيرپورټ اؤ صدارتي محل سره نزدې شوې اؤ ژوبل شوؤ کسانو کې ماشومان اؤ ځينې بهرنيان هم شامل دي.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دافغانستان دداخله وزارت وياند وائي چې چاؤدنه کې دلسو څخه زيات گاډي هم تباه شوي دي.

کابل کې ددغه وروستۍ چاؤدنې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې خو په تيرو وختونو کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ دغه رقم بريدونو مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى.

له دې وړاندې روانه مياشت کې دکابل دهوائي اډې سره نزدې يو ځانمرگي بريد کې پينځه کسان وژل شوي وؤ ددغه چاؤدنې څخه دمخه ښار کې درې نورې ترهه گريزې حملې هم شوې وې چې پکې دپوليسو په اکيډيمۍ، دنيټو په اډه اؤ دافغان پوځ په مرکز ترسره شوى بريد شامل دي چې پکې د٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.

افغان حکومت اؤ پوځ ددغو بريدونو تور په باالواسطه توگه پخپل گاونډي هيواد پاکستان اؤ ددغه هيواد په پوځ لگولى خو پاکستان دغه رقم تورونه بې اساسه گرځولي وؤ اؤ وئيلي يې وؤ که کابل په دغه اړه ثبوت لري نو ورسره دې يې شريک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG