لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په زرګونو بلدیاتي نمائنده ګانو لوړه کړې ده


د لوړې په موقعه کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ
د لوړې په موقعه کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ

په خیبر پښتونخوا کې د خالي په ورځ د څلویښتو زرو څخه زیاتو بلدیاتي نمائنده ګانو ته سوګند ورکړل کیدو سره سم د اختیاراتو لاندې کچې ته د ورکولو عمل پیل شوی.

خیبر پښونخوا کې په 30م مئ اؤ 30م جولایي دوؤ پړاؤنو کې بلدیاتي انتخابات ترسره شوي وؤ چې پکې د40ؤ زرو نه زیات کسان د ضلعي، تحصیل اؤ نیبرهډ کونسلرانو په توګه منتخب شوي وؤ.

د سوګندونو د دستورې په موقعه په سرښار پیښور اؤ نورو سیمو کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ اؤ ځایې په ځایې پولیس په نظر راتلل.

دغو ټولو کامیاب شوؤ بلدیاتي نمائنده ګانو د خالي په ورځ په خپلو خپلو سیمو کې د ضلعي ریټرننګ افسرانو لخوا سوګند ورکړل شوی.

د پیښور په ګډون د صوبې ټولو 24ؤ ضلعو کې 41762 کونسلرانو د لوړې کولو څخه وروستو یو بل ته مبارکۍ ور کړي دي اؤ په سیمه ایز کچ یې د خپل اولس د ستونزو د هواري هوډ کړی دی.

د پيښور د شاهین مسلم ټاؤن یونین کونسل ۱۱ څخه منتخب ضلعي کونسلر عالمزیب یوسفزئ وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې وئیلي خیبرپښتونخوا کې یوه اوږده موده د بلدیاتي نظام د نشتوالي له امله ډیرې زیاتې مسلې زمونږ مخې ته پرتې دي خو انشاء الله کوشش به کوو چې دخپلو خلکو مسلې دهغوئ په درشل هوارې کړو"

هغه وویل هر څو که نوی بلدیاتي نظام ددې سیمې د خلکو دپاره نوی دی اؤ د اختیاراتو په حواله اولس زیات شعور نه لري چې د کومې مسلې په صورت کې به کوم اولسي نمائنده ته رجوع کوي خو د وخت سره سره به دا ابهام له مینځه اوځي.

د محلې په کچ د پیښور د اعجاز اباد نیبر هډ زنانه کونسلرې میرمن محسنه ډیوه راډیو ته وویل هغه به کوشش وکړي چې د الیکشن په وخت یې د ښځو سره د هغوئ د مسلو د هواري په هکله کومې وعدې کړي چې هغه ټولې مسلې هوارې کړي.

هغې وویل په علاقه کې یې د جینکو سکولونه، یو کالج جوړول اؤ د صفایۍ نظام ښه کول اولینه ترجیح ده.

ټاکل شوې ده خیبر پښتونخوا کې به د ضلعي ، ټاؤن یا تحصیل ناظمانو دپاره انتخابات د اتوار په ورځ کیږي چې هغې دپاره ټولو سیاسي ګوندنو خپلې تیارۍ سرته رسولي دي.

څیرونکي وايي خیبر پښتونخوا کې ترسره شوؤ بلدیاتي ټاکنو کې چې سیاسي ګوندونو کوم سټونه ګټلي اؤ وروستو یې اتحادونه هم جوړ کړي د هغې تر مخه صوبه واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف په نهو ، مسلم لیک (ن) ، جمعیت علماء اسلام، عوامي نیشنل پارټۍ په څلورو،څلورو ، جماعت اسلامي په دوؤ اؤ پاکستان پیپلز پارټي په یوه ضلعه کې دخپل ضلعي حکومت جوړولو په پوزیشن کې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG