لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرایجنسۍ کې خودکش حمله ، 59 کسان مړه اؤ ژوبل


د چاودنې څخه وروستو په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د چاودنې ساحه یې خپله ولقه کې اخستې ده
د چاودنې څخه وروستو په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د چاودنې ساحه یې خپله ولقه کې اخستې ده

چارواکي وایي د نهې په ورځ افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائیلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې د یوې خودکش حملې له امله درې کسان مړه شوي اؤ 56 نور ژوبل شوي دي.

دخیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ وایي خودکش بمبار غوښتل په جمرود تحصیل کې د اسسټننټ پولټیکل ایجنټ دفتر په نخښه کړي خو هلته د سختو امنیتي ګامونو له امله یې ځان په دروازه کې والوځولو.

اسسټننټ پولیټکل ایجنټ فواد وزیر خبریالانو سره خبرو کې په سمدستي ډول دغه خودکش حمله کې د یو خاصه دار په ګډون د دریوؤ کسانو د وژل کیدو اؤ 32 نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی خو پولټیکل ایجنټ وایي پیښه کې 56 کسان ژوبل شوي دي.

د چاودنې څخه وروستو په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د چاودنې ساحه یې خپله ولقه کې اخستې ده.

په چاودنه کې ژوبل شوي کسان د جمرود اؤ پيښور هسپتالونو ته رسول شوي اؤ دپيښور د حیات اباد میډیکل کمپلیکس سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي چې دغه روغتون ته کوم 25 زخمیان ور وړل شوي هغوئ کې د 6ؤ حالت بیخي سخت دی.

د خیبرایجنسۍ پولټیکل ایجنټ ښاغلي شهاب علي شاه ډیوه راډیو سره خبرو کې وئیلي خودکش بمبار غوښتل چې د ای پی ای دفتر ته ننوځي خو د سختو امنیتي تدابیرو له امله دفتر ته ننوتلو کې نه دی بریالی شوی اؤ ځان یې په دروازه کې الوځولی دی.

هغه ومنله چې دغه چاودنه کې د یو خاصه دار په ګډون درې کسان مړه اؤ 56نور ژوبل شوي دي چې 16 خاصه دار هم پکې شامل دي.

په جمرود کې له دې وړاندې هم ګڼ شمیر خودکش حملې اؤ بمي چاودنې شوي چې پکې په لسګونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

تر دې مهاله ددغه چاودنې پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې په دغه سیمه کې دا رقم څومره حملې شوي دي نو د زیاترو ذمه واري پکې دپاکستاني طالبانو تحریک یا هم سیمه ایزو تندروه مذهبي ډلو په غاړه اخستې ده.

په خیبر ایجنسۍ کې دغه خودکش حمله په داسې حال کې شوې د پاکستان پوځ په قبائیلي سیمو کې د ترهګرو اؤ تندلارو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچ عملیات پیل کړي اؤ دعوه کوي چې د ترهګرو نیټ ورک یې مات کړی اؤ دهغوئ د منظمو حملو توان یې له مینځه وړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG