لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ائي پخواني وزيرد خېبرپښتونخوا په وزيراعلی او پوليس سختې نيوکې کړي


نوموړي وئيلي په هغه د دروغو مقدمې جوړې کړی شوي دي .
نوموړي وئيلي په هغه د دروغو مقدمې جوړې کړی شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې د حکومت يو پخواني وزير ضياالله افريدی چې د مارې داړې او غبن په تور نيول شوی ؤ ، نوموړي د زيارت په ورځ د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د صوبې په وزيراعلی پرويز خټک او پوليس باندې سختې نيوکې کړي دي .

ضياالله افريدی د پي ټي ائي د صوبايي حکومت د قدرتي وسيلو يا معدنياتو وزير ؤ ، او د جولائي په مياشت کې د صوبې د احستاب کميشن د لوري د غبن په تور کې نيول شوی ؤ .

پخواني وزير د اسمبلۍ د سپيکر اسدقېصر په پروډکشن ارډر د زيارت په ورځ د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون په مهال وينا کړې او په وزيراعلی پرويز خټک يې سختې نيوکې کړي دي . نوموړي وئيلي په هغه د دروغو مقدمې جوړې کړی شوي دي .

ضياالله افريدي وئيلي د صوبې د پوليس په کارکردګۍ هم ټکونه کړي او تور يې پرې لګولی چې د وزيراعلی په حلقه نوښار کې په معدنياتو کې د غبن کولو په تور کې هغه ۷۱۴ کېسونه درج کړي وو خو پوليس پکې يو کس هم نه دی نيولی .

نوموړي د صوبې په احتساب کمېشن هم د بې بنياده مقدمو جوړولو تورونه لګولي او د پي ټي ائي يو بل غړي شاه فرمان د ضياالله د خبرې تائيد کړی او وئيلي دي پخواني وزير ته پوره حق حاصل دی چې د احتساب کمېشن په وړاندې ځان بې ګناه ثابت کړي .

راپورونه وايي ضياالله په خپله وينا کې دا غوښتنه هم کړې چې پېښور کې په ۱۶م دسمبر ارمي پبلک سکول باندې د شوي بريد په اړه دې وضاحت وکړی شي چې څنګه وسله وال سکول ته رسيدلي وو .

سرچينې واي نوموړي د سپيکر په پروډکشن ارډر اسمبلۍ کې ګډون نه دی کړی بلکي د اپوزيشن ډلو په فشار سپيکر د هغه د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون پروډکشن ارډر جاري کړی ؤ .

د صوبې د معدنياتو پخوانی وزير ضياالله افريدی د جولائۍ په مياشت کې د صوبې د احستاب کمېشن نيولی ؤ ، او تېره مياشت د پېښور هائي کورټ د نوموړي په ضمانت د خوشي کېدو امر جاري کړي ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG