لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور،دفضائيې په کيمپ حمله،د٢٦ؤ عسکرو په گډون ٤٣ کسان وژل شوي


دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه ځوابي کارروايۍ کې ١٣ ترهه گر هم وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه ځوابي کارروايۍ کې ١٣ ترهه گر هم وژل شوي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې وسله والو جنگيالو دفضائي ځواکونو په يو کيمپ بريد کړى چې دپوځيانو په گډون ٢٩ کسان وژل شوي،٢٩ ژوبل شوي اؤ دامنيتي ځواکونو ځوابي عملياتو کې ١٣ بريدکوونکي هم وژل شوي دي.

دکالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده.

دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه ځوابي کارروايۍ کې ١٣ ترهه گر هم وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار دمشر ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه دجمعې په سحر وختي دترهه گرو ډلې دپيښور سره نزدې بډه بيره سيمه کې دفضائي ځواکونو اډې ته ددوؤ اړخونو څخه ورننوتلي، دمليشه ځواکونو په دريشۍ کې دغه بريد کوونکي کيمپ ته دننوتلو څخه وروستو په وړو، وړو ډلو کې تقسيم شول.

دپوځي وياند وينا ده چې دغه بريدکوونکي تر يوې برخې پورې محدود کړل شوي وؤ خو دهغوي يوه ډله جومات ته ننوتلو اؤ دغلته يې نمونځ گزار په نخښه کړل.

سحر وختي دترسره شوي دغه بريد څخه وروستو ترهه گرو څخه دسيمې دپاکولو لپاره دپاکستاني پوځ له لوري دلټونې عمليات ترسره شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار مشر مېجرجنرال عاصم باجوه په ټويټر باندې د هوايي ځواک د بډه بېرې په کېمپ د شوي بريد په اړه وئيلي ، نن د جمعې په سحر وختي ترهگرو په گارډ روم بريد کړی ؤ ، او کوئيک رسپانس فورس ورته چټک ځواب وئيلی دی .

دعملياتو پاې ته درسيدو څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې دپاکستاني پوځ وياند عاصم باجوه وويل چې دغه بريد کې په مجموعي توگه دپاک فضائيې ٢٣ کسان، دپاکستاني پوځ درې عسکر اؤ درې غيرپوځي ملازمان شامل دي، بريد کې ٢٩ کسان ژوبل شوي هم دي.

پوځي وياند تور لگولى چې دپيښور په بډه بيره سيمه کې دفضائيې په کيمپ دترسره شوي دغه بريد منصوبه بندي گاونډي هيواد افغانستان کې شوې وه اؤ ترهه گر هم ددغه هيواد څخه ورغلي وؤ.

هغه وويل چې دترهه گرۍ دغه کارروائي دافغانستان څخه کنټرول کيدله.

دهغه وينا وه دکارروايۍ په مهال چې خفيه ادارو دبريدکوونکو ترمينځ کومې خبرې اوريدلي دهغې څخه ثابتيږي چې تعلق يې دتحريک طالبان پاکستان ديوې ډلې سره ؤ اؤ دا ټول دافغانستان څخه ورغلي وؤ.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل هرکله چې افغانستان کې يوه پټاخه هم خلاصه شي نو ذمه واري په پاکستان اچول کيږي، خو ددې ترڅنگ يې دا هم وويل چې دا سوچ هم نۀ شي کولى چې دافغانستان حکومت دغه پيښه کې ککړيدى شي.

افغان حکومت دپاکستاني پوځ ددغو څرگندونو په اړه تر دې مهاله کوم غبرگون نۀ دى څرگند کړى.

په ځايي ټي وي چېنلو ښودل کيږي چې د کېمپ نه بهر په لويه شمېره کې د پوليس دستې موجودې وې او په هوا کې هيلي کاپټر هم تاويدې .

پيښه کې ژوبل کسان دعلاج لپاره کمبائنډ ملټري هسپتال اؤ دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.

دپيښې ځايې کې گڼ شمير پوليس، دقانون نافذونکو ادارو چارواکي اؤ عسکر موجود دي اؤ هغوي ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې ده اؤ دلټونې عمليات دوام لري. ددغه بريد په مهال سيمه کې ددرنو چاؤدنو اؤ ډزو غږونه اوريدل شوي دي.

دبريد په اړه دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير مشتاق غني ميډيا سره خبرو کې ددغه پيښې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دکيمپ دننه عمليات روان دي اؤ دبمونو ناکاره کوونکې ډله هم شته.

دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير دفضائي ځواکونو په کيمپ دغه بريد دترهه گرو له لوري شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب ردعمل گرځولى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف پيښور کې دترسره شوي دغه بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ هيواد څخه يې دترهه گرۍ دجرړو ويستلو په اړه حکومتي ژمنه تکرار کړې ده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ترمخه دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم دبريد څخه وروستو پيښور ته رسيدلى اؤ هغه به بريد کې ژوبل شوؤ کسانو سره ليدنه هم کوي.

دپيښور څخه خواؤشا دشپږو کلو ميټرو په فاصله په انقلاب روډ دپاکستاني فضائيې دغه کيمپ موقعيت لري.

د مطبوعاتي راپورونور ترمخه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمدخراساني خبريالانو په لېږلي يو خبر کې د دغه بريد زمه واري قبوله کړې ده .

په کال ۲۰۱۲م کې د پاکستان د پوځ په يو بل مهم مرکز کامره بېس باندې بريد شوی او د دغه بريد زمه واري هم تحريک طالبان پاکستان قبوله کړې وه .

پېښور کې د هوايي ځواک په کېمپ تازه بريد په داسې مهال شوی چې د تېر کال راهسې پوځ په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات پېل کړي چې وروستو دغه عمليات د خيبرايجنسۍ پورې غځول شوي دي .

د پاکستان حکومتي او پوځي چاراکي ادعا کوي چې د ضرب عضب د لارې د ترهگرو ملا ماته کړی شوې ده او د ضرب عضب د ۹۰ فيصده نه زيات اهداف ترلاسه کړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG