په شام کې د بشري حقونو د څار اداره وايي اسلامي تُندلارو د ملک په شمال ختيزه صوبه ادليب کې د حکومتي ځواک ۵۶ غړي وژلي دي .
په برطانيه کې د شام د بشري حقونو د څار ادارې وئيلي چې وسله والو د خالي په ورځ د ابوظهور په پوځي هوائي اډه کې دغه کسان په ډزو وژلي دي .
د څارې د ادارې په وينا د وژنو دغه پېښه د دې اوونۍ په سر کې رامنځته شوې وه خو د وژنو په پخلي کې څو ورځې ولګېدې .
په ادليب صوبه کې د ابوظهور هوائي پوځ اډه د شام د پوځ يواځينی قوي مرکز ؤ چې اسلامي تُندلارو او د القاعده سره اړونده ډلې النصره فرنټ د روانې مياشتې په نهمه نېټه ونيوؤ .
د اسلامي ياغيانو د " فاتحينو په نوم پوځ" پوځي اتحاد روان کال کې د صوبې په مرکزي ښار ادليب ښار او نورې علاقې په خپله ولقه کې اخيستې وې .
په شام کې نزدې د څلورو کالو راهسې خانه جنګي روانه ده چې پکې تراوسه پورې د دوه نيم زرو نه زيات کسان وژل شوي او د ۴۰ لاکونه زياتو خلکو ملک پرېښودی او په نورو ملکونو کې پناه اخيستو ته اړ شوي دي .