لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني وائي افغانستان جنگ نۀ غواړي


داختر په مناسبت خپل پيغام کې اشرف غني وويل چې ټول افغانان امن غواړي اؤ چاچې په هغوي جگړه ورتپلې هغوي پوهيږي چې دغه کسان دنورو دلاس الې دي.

دافغانستان صدر اشرف غني دزيارت په ورځ وئيلي دي چې هيواد کې دامنيت ټينگښت دتير په پرتله زيات ممکن دى.

داشرف غني له لوري دغه څرگندونې وروستو له هغې مخې ته راغلي چې هغه دکابل په صدارتي ماڼۍ کې دکابينې اؤ پارلمان دغړو اؤ دځينو اسلامي هيوادونو دسفيرانو ترڅنگ داختر نمونځ ادا کړو.

اشرف غني ټولو افغانانو ته داختر مبارکي وئيلي اؤ په اولس يې غږ کړى چې دهيواد دوسله والو پوځونو سره دې اوږه په اوږه اودريږي.

داختر په مناسبت خپل پيغام کې اشرف غني وويل چې ټول افغانان امن غواړي اؤ چاچې په هغوي جگړه ورتپلې هغوي پوهيږي چې دغه کسان دنورو دلاس الې دي.

اشرف غني وويل چې افغانستان کې ديوې مياشتې دجگړې قيمت ديو ولايت دپرمختگ لپاره کافي دى، هغه وويل افغانانو دجگړې قيمت ادا کړى اؤ افغانستان جنگ نۀ غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې دمخه دافغان طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور امريکا اؤ ناټو سره دامنيتي تړونونو منسوخولو اؤ افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو وتلو پورې افغان حکومت سره دسولې خبرې اترې رد کړې وې.

دلويې اختر په مناسبت يو پيغام کې ملا اختر منصور دطالبانو لخوا افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو دوتلو په اړه غوښتنه تکرار کړې وه.

خپل پيغام کې دطالبانو مشر وئيلي وؤ” که چرې دکابل انتظاميه هيواد کې دجگړې خاتمه اؤ دامنيت ټينگښت غواړي، نو دا دقبضې دختميدو اؤ يرغلگرو سره دټولو امنيتي تړونونومنسوخيدو سره ممکن ده

دتيرکال په اخره کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دخپل ١٣ کلن مشن پاې ته درسولو اعلان کړى ؤ خواؤ ديو تړون لاندې افغانستان کې خواؤشا ١٢ؤ زره بهرني عسکر پاتې دي چې مقصد يې دافغان پوځ تربي اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې مرسته کول دي.

سږکال دجولا ئي په مياشت کې ١٤ کاله وروستو دطالبانو يو هيئت دافغان حکومت داستازو سره نيغ په نيغه ليدنه کړې وه چې ورسره دافغان جوړجاړي دعمل په اړه نوې هيلې پيدا شوې وې، خو په اسلام اباد کې ددغو خبرو اترو څخه وروستو معلومه شوه چې دطالبانو پخوانى مشر مُلا عمر دوه کاله دمخه مړ شوى چې ورسره دسولې دغه خبرې اترې هم وځنډيدې.

جولا ئي کې دمذاکراتو څخه راپديخوا داسلام اباد اؤ کابل ترمينځ اړيکې هم تاؤژنې دي، تيرو څو مياشتو کې افغانستان کې دتشدد پيښو کې داضافې وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دوه اړخيزه مرسته اودريدلې، افغانستان ددغو بريدونو پړه دحقاني نيټ ورک په جنگيالو اچوي، څوک چې په شکمنه توگه دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي سره اړيکې لري، خو اسلام اباد دغه تورونه بې اساسه گرځوي.

XS
SM
MD
LG