لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو کې په پاکستان د افغانستان سختې نیوکې


د افغانستان چیف ایګزیکټیو عبدالله عبدالله
د افغانستان چیف ایګزیکټیو عبدالله عبدالله

د افغانستان چیف ایګزیکټیو یا اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په پاکستان ټینګار کړی چې د هاغو ترهګرو په ضد باید د ګامونو اخستو خپلې ژمنې سرته ورسوي چې د پاکستان د پولې څخه افغانستان کې بریدونه کوي .

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ښاغلي عبدالله وئیلي څه ترهګر د پولې د پورې غاړې څخه راځي اؤ "مونږ پاکستان ته وایو چې خپلې هاغه ژمنې دې سرته ورسوي چې څو میاشتې له مخه یې مونږ سره کړې وې"

هغه وویل پاکستاني مشرانو راسره منلې وه چې دمعلومو تندروه ډلو په ضد به ګامونه اخلي اؤ اوس چې ترهګر افغانستان دخپلو بریدونو د لارې بې ثباته کول غواړي نو باید پاکستان په خپلو وعدو عمل درامد وکړي.

ډاکټرعبدالله په پاکستان دغه سختې نیوکې په داسې حال کې کړي چې تیره وسله والو طالبانو د افغانستان په یو مهم سټراتیژک ښار کندوز قبضه کړې اؤ افغان چارواکي وخت نا وخته پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

افغانستان کې دداعش د فعالیتونو په هکله اجرائیه رئیس وویل "که دغو جنګیالو سره بهرنی کمک نه ؤ اوس به ددوئ د ګوریلايي طرز جګړه وختي د ماضي قیصه ثابت شوې وه"

هغه هیله ښکاره کړه چې افغانستان کې به یو نا یوه ورځ بغاوت ماتې خوري اؤ زمونږ د ټیټولو ټولې هڅې به اول اؤ اخر د ناکامۍ سره مخ کیږي.

د ډاکټر عبدالله ددغه څرګندونو څخه یوازې دوه ورځې د مخه د افغانستان صدر اشرف غني هم په پاکستان نیوکه کړې وه چې د افغانستان په ضد یې نااعلانه جګړه پیل کړې ده .

د افغانستان د لوري په پاکستان دغه نیوکې وروستو له هغې تودې شوې چې د روان کال په 7مه جولایي د پاکستان په مري سیمه کې دپاکستان په کوربه توب د طالبانو اؤ افغان حکومت ترمینځ د جوړ جاړي د خبرو یو پړاؤ ترسره شو خو په 31 جولايي ټاکل شوي د مذاکراتو دوهم پړاؤ وځنډول شو.

طالبانو د مذاکراتو د دوهم پړاؤ ځنډول کیدو علت د خپل پخواني مشر ملا عمر مړینه ښودلې وه خو یو شمیر نقادانو په پاکستان نیوکې وکړې چې طالبان هغوئ د خبرو نه پشا کړي دي.

په وروستو وختونو کې چې څومره افغانستان کې د طالبانو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده دومره ورسره په حکومتي اؤ اولسي کچ د پاکستان خلاف جذبات هم راپاریدلي دي خو پاکستاني چارواکي وایي هغوئ افغانستان کې د سولې اؤ امن پلوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG