لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي رضاکار شام کې جنگيدى شى،روسي ايډمرل


ايډمرل ولاديمير کومويديف دا خبره دگل په ورځ دروس انټرفيکس اى وي اين خبري ادارې ته دبيان ورکولو په مهال کړې ده.
ايډمرل ولاديمير کومويديف دا خبره دگل په ورځ دروس انټرفيکس اى وي اين خبري ادارې ته دبيان ورکولو په مهال کړې ده.

يو لوړپوړي روسي قانون ساز وئيلي دي روسي رضاکاره دسته چې پکې پخواني پوځيان هم شامل دي اؤ ختيز يوکرين جنگيدلې، هغه دشام دهاغو حکومتي پوځيانو سره شامليدى شي دغه هيواد کې دداعش دجنگيالو اؤ نورو ترهه گرو سره جنگيږي.

ايډمرل ولاديمير کومويديف دا خبره دگل په ورځ دروس انټرفيکس اى وي اين خبري ادارې ته دبيان ورکولو په مهال کړې ده.

هغه وويل دشام په خاوره دروسي مداخلت امکان موجود دى.

کومويديف دروسي پارلمان ددفاع په اړه دقائمه کميټۍ مشر دى،هغه دروسي مداخلت لپاره کوم وخت نۀ دى ورکړى اؤ په دې معامله دگل دماښامه پورې دکريلمن له لوري کوم فوري بيان مخې ته نۀ دى راغلى.

دروسي قانون ساز ددغه بيان څخه دمخه دميډيا ناتائيده راپورونو کې وئيل شوي دي چې روسي رضاکار دوړاندې څخه شامي پوځ ترڅنگ دجنگيدو په حالت کې ليدل شوي دي.

ديوې بلې اطلاع ترمخه نيټو دروس د جنگي الوتکو لخوا دتيرو دوؤ ورځو څخه دترکي دفضائي حدودو په خلاف ورزۍ سپيناوى غوښتى، روس وئيلي دي شمالي شام کې دترهه گرو ځالې په نخښه کوي.

دروس يو چارواکي وئيلي دي پيښه دخراب موسم له امله رامينځته شوې.

روس تيره اوونۍ شام کې دهدفونو په ضد فضائي حملې شروع کړي اؤ دعوه کوي چې دداعش ځالې اؤ هاغه ترهه گريزې ډلې په نخښه کوي چې دشامي حکومت مخالفې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG