لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران د جوهري تړون اړونده قانون پارليمان کې منظور کړو


د امريکې کانګريس د دغې تړون د جاج اخيستو د مودې پوره کېدو نه وړاندې د دې منظورې ورکړې ده .
د امريکې کانګريس د دغې تړون د جاج اخيستو د مودې پوره کېدو نه وړاندې د دې منظورې ورکړې ده .

د ايران پارليمان نن د شپږو نړيوالو قوتونو سره د شوي جوهري تړون په اړه د قانون منظوري ورکړې ده .

د ايران د سرکاري خبري ادارې " ارنا" ترمخه نن د نهې په ورځ د قانون په اړه رايې ورکړی شوې ، چې پکې ۱۶۱رايې د قانون په حق کې او د اېوان ۵۹ غړو د قانون په ضد رايې ورکړي دي ، او ۱۳ غړو رايې خپله رايې نه ده کارولې .

د امريکې کانګريس د دغې تړون د جاج اخيستو د مودې پوره کېدو نه وړاندې د دې منظورې ورکړې ده .

د روان کال د جولائۍ په مياشت کې امريکا، فرانس، روس، برطانيه، چين او جرمني سره د ايران تړون شوی ؤ ، د کوم لاندې به چې ايران خپل جوهري پروګرام محدود کوي او په بدل کې به يې په ايران لږېدلي اقتصادي بنديزونه کميږي د کوم له امله چې په ورستيو کې د ايران اقتصاد سخت اغېزمند شوی ؤ .

غربي هېوادونه په ايران تور لګوي چې ايران د جوهري وسلو جوړولو هڅې کوي خو ايران دغه تورونه ردوي او وايي چې جوهري پروګرام يې د پُرامنه ګټو دپاره دی .

د دغه تاريخي معاهدې يا تړون په اړه يوه مهمه مرحله اوس هم پاتې ده ، او هغه د جوهري توانائۍ په اړه د نړيوالې ادارې " ائي ای اي ای " لخوا د ايران د جوهري پروګرام د ۱۰ کالو پورې شوی تحقيقاتي رپورټ دی .

هيله څرګنديږي چې د ائي ای اي ای مشر يوکيا امانو په ۱۵ دسمبر دغه رپورټ وړاندې کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG