اسرائيلي کابينې دخرابيدونکي صورتحال په تناظر کې دبريدونو مخنيوي لپاره پوليسو ته ديروشلم دځينو سيمو دتړلو واک ورکړى دى.
ديوې بيړنۍ غونډې څخه وروستو داسرائيل کابينې وئيلي دي چې ځينو سيمو کې به پوځ هم دپوليسو دمرستې لپاره گمارلى شي.
دوزيراعظم بينجمن نيتن ياهو ددفتر څخه دشورو په سحر جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دترهه گرو داوسيدو حقونه به ختمولى شي اؤ بريدونو کې دککړو کسانو جائيداد به هم قبضه کې اخستل کيږي.
اسرائيلي پارلمان ته دوينا په مهال وزيراعظم نيتن ياهو وويل حکومت به يې دهغه په قول دفلسطيني تشدد ختمولو لپاره په لاس کې لرونکي ټول گامونه اخلي اؤ دسلامتي دنوي گام پځايې کولو لپاره کار کوي.
هغه په فلسطيني صدر محمود عباس زور راوړو چې تشدد ته دې هوا نۀ ورکوي.
فلسطيني صدر دتشدد اوسنۍ پيښې داسرائيلي ابادکارانو له لوري جارحانه کارروايۍ گرځوي.
يروشلم کې دتشدد لړۍ روانه ده اؤ دنهې په ورځ هم بيلا بيلو بريدونو کې درې اسرائيليان وژل شوي وؤ.
دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وئيلي دي هغه به داسرائيلي اؤ فلسطيني سيمو دوره کوي ترڅو ددواړو خواؤ ترمينځ دتشدد ختمولو لپاره هلې ځلې وکړل شي.
بل لوري ته واشنگټن کې سپينې ماڼۍ ددريوؤ اسرائيليانو دوژنې غندنه کړې اؤ روانه مياشت کې يې داوؤ اسرائيليانو اؤ ٢٩ فلسطينيانو دمړينې چې پکې ٨ ماشومان هم شامل دي، له امله په سيوا کيدونکي تاؤتريخوالي دانديښنې څرگندونه کړې ده.