لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته دنوازشريف سفر سره به داړيکو نوى باب پرانستل کيږي،اسحاق ډار


دسفير رچرډ اولسن اؤ اسحاق ډار ترمينځ ليدنه کې دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف دامريکا دسفر په مهال تر بحث لاندې راتلونکو بيلا بيلو چارو خبرې اترې شوي دي
دسفير رچرډ اولسن اؤ اسحاق ډار ترمينځ ليدنه کې دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف دامريکا دسفر په مهال تر بحث لاندې راتلونکو بيلا بيلو چارو خبرې اترې شوي دي

دپاکستان دخزانې وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې دوزيراعظم نواز شريف دروانې اوونۍ دامريکا سفر سره به ددواړو هيوادونو ترمينځ مرسته کې يو نوى باب پرانستل کيږي.

هغه دا خبره پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن سره دليدنې په مهال کړې ده.

دسفير رچرډ اولسن اؤ اسحاق ډار ترمينځ ليدنه کې دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف دامريکا دسفر په مهال تر بحث لاندې راتلونکو بيلا بيلو چارو خبرې اترې شوي دي چې پکې د انرژۍ، معيشت، تجارت اؤ سرمايه کارۍ څانگې شاملې دي.

دخزانې دوزارت څخه جاري شوي يو بيان ترمخه اسحاق ډار وويل څنگه چې ددواړو هيوادونو ترمينځ مرسته روانه ده ، هيله ده چې دې دورې سره به دتجارت اؤ معيشت څانگو کې هم ددې کچې مرستې ته وده ترلاسه شي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف به دامريکا دصدر براک اوباما په بلنه دروانې مياشتې اخره کې دامريکا سفر کوي.

تجزيه کار حسن عسکري امريکا غږ سره دخبرو په مهال وويل دوزيراعظم نواز شريف امريکا ته دغه سفر زيات ارزښت لري.

دهغه په قول دامريکا زياتره عسکر افغانستان څخه وتلي ، دافغانستان وضعيت دا مهال زيات ښه نۀ دى، دې لړ کې دپاکستان څه دريځ دى اؤ بيا دپاکستان اقتصادي اؤ دسلامتۍ معاملې دي ځکه چې پاکستان امريکا څخه اقتصادي مرسته هم اخستې

هغه وويل دفاعي څانگې کې به په مرستې هم خبرې اترې کيږي.

په ډاگه دې وي چې اوس اوس دامريکا خارجه وزارت پخپل يو راپور کې وئيلي وؤ چې امريکا سږکال دپاکستان دسلامتۍ دادارو دتوان سيوا کولو لپاره د٢٦ کروړو اؤ ٥٠ لکو ډالرو مرسته کړې ده.

اوسنو کلونو کې دپاکستان اؤ امريکا اړيکو کې ډاگيز ښه والى ليدل شوى اؤ ددواړو هيوادونو لوړپوړو چارواکو ديو بل دهيوادونو سفرونه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG