د امريکې د استخباراتي ادارې " سي ائي ای " د مشر (ډائريکټر) جان برېنن د شخصي ايميل اکاؤنټ نه ترلاسه کړي معلومات وکي ليکس خپاره کړي دي ، څو ورځې وړاندې هېکرانو ادعا کړې وه چې دغه اکاؤنټ يې هېک کړی دی .
د زيارت په ورځ وکي ليکس هغه پټ معلومات په انټرنېټ خپاره کړي چې پکې د برېنن د اکاؤنټ نه ترلاسه شوي مختلف دستاويزات هم شامل دي، او ځيني پکې داسې مسودي هم دي په کومو کې چې د امريکې استخباراتو ته راپېښ چېلنجونه او ايران سره د امريکې د رويې ساتلو سفارشونه شامل دي .
په خپاره کړی شوؤ معلوماتو کې د برېنن هغه خواست هم شامل دی، کوم چې هغه د خپل سيکيورټي کليئرنس دپاره ورکړی ؤ او په هغې کې د هغه د سوشل سيکيورټي نمبر او شخصي معلومات شامل دي .
وکي ليکس د دغو معلوماتو خپرولو په اړه وئيلي چې برېنن دغه " اکاؤنټ په مختلفو وختونو کې د استخباراتي موادو دپاره هم کارولی دی " او وکي ليکس زياته کړې چې په راتلونکو ورځو کې به نور هم دغه رنګ معلومات خپاره کوي .
د امريکې استخباراتي ادارې سي ائي ای وياند په خپله ويب پاڼه دغه ادعاوې رد کړي او وئيلي دي " داسې څه قسمه اشارې نشته چې جاري کړی شوي دستاويزات د پټ نوعيت دي " .
وياند د اکاؤنټ هېک کولو ته جرم وئيلي او زياته کړې يې ده " د برېنن خاندان د دې نښه جوړ شوی او د برېنن خاندان په شخصي برقي ملکيت باندې په غلط نيت باندې لاس اچول شوی دی " .
خپاره کړی شوي معلومات په ظاهره د هايي اسکول د يو ماشوم لخوا مخې ته راغلي چا چې روانه اوونۍ نيويارک ټائمز ورځپاڼې ته وئيلي ؤ چې هغه د سي ائي ای د مشر شخصي ايميل اکاؤنټ هېک کړی کوم چې د امريکې په خارجه پاليسۍ د هغه د احتجاج برخه ده .
د وکي ليکس لخوا جاري شوي ټول معلومات د هغه وخت دي چې کله برېنن په اوباما انتظاميه کې نه ؤ شامل شوی .