دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي عملياتو کې لږ ترلږه ٢١ شکمن ترهه گر وژل شوي دي.
دزيارت په ورځ دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې له لوري جاري شوي يو بيان ترمخه دخيبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو له لوري کارروائي شوې چې پکې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.
کومه سيمه کې چې دغه عمليات شوي هغې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو عملياتو اؤ پکې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نه شي کيدى.
دپاکستان پوځ تيرکال قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ اؤ وروستو يې خيبرايجنسۍ کې هم دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ.
دپاکستاني چارواکو وينا ده چې دغو عملياتو کې يې په مجموعي توگه د٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي اؤ دعوه کوي چې ددغو عملياتو څخه وروستو هيواد کې ترهه گريزو بريدونو کې تر ډيره حده کمى راغلى.