لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنهم محرم د ماتمي جلوسونو په مهال پيښور تړل شوی


د پولیسو مشر وایي خیبرپښتونخوا تر ټولو حساسه صوبه ده
د پولیسو مشر وایي خیبرپښتونخوا تر ټولو حساسه صوبه ده

په خیبرپښتونخوا صوبه کې د محرم د ماتمي جلوسونو د حفاظت دپاره کوټلي ګامونه اخستل شوي اؤ د جمعې په ورځ د نهم محرم د جلوسونو په مهال د صوبې سرښار پیښور په مکمل ډول تړل شوی دی.
ټاکل شوې ده سبا د عاشورې په ورځ به هم نه یوازې پيښور ښار تړل شوی وي بلکې د څه قسمه ورانکارۍ د ممکنه پيښو د مخنیوي دپاره به د موبائیل فون خدمات هم بند وي.
د محرم د نهمې ماتمي جلوسونه نن د پيښور د مختلفو امام باړو څخه اوځي اؤ عزداران په بیلابیلو لارو د تیرو په مهال ځانونه وهي.
ددغو جلوسونو په مهال ټوله صوبه خصوصا سر ښار پيښور کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي اؤ ټول پيښور ښار په بشپړ ډول تړل شوی دی،
د جلوسونو اؤ امام باړو مخو ته چې کومې لارې یا سړکونه ورغلي پولیس په هاغو لارو لویې لویې خنډان ودرولي اؤ د وړاندې څخه د جاړي کړل شوؤ کارډونو څخه پرته چاته اجازه نه ورکوي چې په دغو لارو تیرشي.
د محرم په مهال پيښور کې دفعه 144 نافذ کړل شوې چې له امله یې د موټر سائیکل په ډبل سورلۍ، د وسلو په ګرځولو اؤ د کوټو چتونو ته په ختلو بندیز دی.
ددې ترڅنګ ښار ته د افغان کډوالو اؤ بې کوره شوؤ قبائیلو په ننوتلو هم بندیز لګول شوی اؤ ټاکل شوی ده د خالي په ورځ به پيښور کې د موبائیل فون خدمات هم ځنډول کیږي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ناصرخان دراني خبریالانو ته وئیلي د محرم په لړ کې خیبرپښتونخوا د پاکستان تر ټولو حساسه صوبه ده هم دغه وجه ده چې دلته پولیس زیات چمتو کړل شوي تر څو د هر رقم ورانکارۍ اؤ ترهګرۍ د پيښو مخه ونیسي.
هغه وویل د صوبې پینځه ضلعې پیښور، کوهاټ، هنګو، ډیره اسماعیل خان اؤ ټانک حساس ترینې ګرځول شوي اؤ دغلته کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي.
د پولیسو مشر دعوه کړې ده چې پولیسو ځینې د پيښور، مانسهرې، صوابۍ اؤ چارسدې نه ځینې داسې ورانکاري هم نیولي چې منلې یې ده هغوئ د محرم په دوران کې د ورانکارۍ پلانونه لرل.
هغه وویل کوم ماتمي جلوسونه چې په پيښور کې اوځي د هغې څارنه د کیمرو د لارې کیږي اؤ پولیسو په ورانکارو کلک نظر ساتلی دی
په پاکستان کې هر کال د محرم الحرام په موقعه د ورانکارۍ د پيښو مخنیوي دپاره کوټلي امنیتي ګامونه اخستل کیږي خو د هغې باوجود هم ددغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د محرم په مهال د ترهګرۍ پيښې کیږي.
د زیارت په ماسخوتن د بلوچستان په بولان سیمه کې د یوې امام باړې دننه ځان وژونکې حمله کې تر 10 ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG