لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال پاکستان څخه ٥٠ زره افغان کډوال خپل هيواد ته ستانۀ شوي


ديو اين ايچ سي ار ترمخه د٢٠٠٢م کال څخه دروان ستنيدو دعمل لاندې تر دې مهاله پاکستان څخه ٣٩ لکه فغان کډوال خپل هيواد افغانستان ته ستانۀ شوي دي.
ديو اين ايچ سي ار ترمخه د٢٠٠٢م کال څخه دروان ستنيدو دعمل لاندې تر دې مهاله پاکستان څخه ٣٩ لکه فغان کډوال خپل هيواد افغانستان ته ستانۀ شوي دي.

دکډوالو لپاره دملگرو ملتونو دادارې يو اين ايچ سى ار ترمخه سږکال تر دې مهاله ٥٠ زره افغان کډوال پاکستان څخه خپل هيواد ته ستانۀ شوي دي.

ديو اين ايچ سي ار ترمخه د٢٠٠٢م کال څخه دروان ستنيدو دعمل لاندې تر دې مهاله پاکستان څخه ٣٩ لکه فغان کډوال خپل هيواد افغانستان ته ستانۀ شوي دي.

دا مهال هم پاکستان کې ١٥ لکه اندراج شوي افغان کډوال ميشته دي اؤ خواؤشا همدغه هومره هاغه افغان کډوال هم دي دکومو دکوائف چې کوم ريکارډ موجود نۀ دى اؤ پاکستان کې دهغوي اوسيدو ته غيرقانوني وئيل کيږي.

ديو اين ايچ سي ار ترمخه سږکال دستنو شوؤ ٥٠ؤ زرو افغان کډوالو څخه ٤٣ فيصده شمالي افغانستان ، ٣١ فيصده ددغه هيواد مينځنو سيمو،١٩ فيصده ختيزو افغان ولايتونو ته ستانۀ شوي دي.

دملگرو ملتونو ترمخه سږکال خپل هيواد ته ستنو شوؤ افغان کډوالو کې ٩ فيصده ختيزو سيمو ته ستانۀ شوي اؤ جنوبي سيمو ،چرته چې دامنيت وضعه ښه نۀ ده ، هلته دستنو شوؤ افغان کډوالو کچه يواځې پينځه فيصده ده.

اسلام اباد کې ديو اين ايچ سي ار وياند اسلم خان وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل تيرکال پاکستان څخه افغانستان ته دستنو شوؤ افغان کډوالو شميره ١٣ زره وه.

ديو اين ايچ سي ار ترمخه د٢١م څخه ٢٦م اگست پورې کابل کې دپاکستان، افغانستان اؤ ملگرو ملتونو دکډوالو دادارې داستازو درې فريقې غونډه کې يوځل بيا دافغانانو درضاکارانه ستنيدو دعمل ژمنه تکرار شوې.

پاکستان ددريوؤ لسيزو راهسې دافغان کډوالو ميلمستيا کوونکى تر ټولو لويې هيواد دى.

دسږکال پيل کې په دې خبره اتفاق شوى ؤ چې پاکستان کې به په غيرقانوني توگه دميشتوؤ افغان کډوالو دکوائف اندراج کولى شي.

خو دا عمل تر دې دمه نۀ دى پيل شوى، دپاکستاني چارواکو له لوري وئيل کيږي چې خپل هيواد ته دافغان کډوالو ستنولو کې دې نړيواله ورورولي کردار ادا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG