لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان زورورې زلزلې جړقولي


د زلزلې جهټکې د ملک په څلور واړو صوبو او لويو وړو ښارونو او کليو کې په ډېر شدت سره محسوس کړی شوي دي .
د زلزلې جهټکې د ملک په څلور واړو صوبو او لويو وړو ښارونو او کليو کې په ډېر شدت سره محسوس کړی شوي دي .

د پاکستان خواؤشا په ټول ملک کې نن د ګل په ورځ زوروره زلزله شوې ، چې د پاکستان د موسمياتو محکمه يې شدت ۸.۱ او د امريکې د جيولوجيکل سروی يې ۷.۵ شدت ريکارډ کړی دی .

پاکستان کې تراوسه پورې د مخې ته راغلو خبرونو ترمخه د ملک په بيلابيلو برخو کې د زلزلې له امله د کورونو پرېوتو په نتيجه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي دي .

او د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون د چارواکو په وينا روغتون ته لږ تر لږه ۶۰ ژوبل کسان راوړل شوي دي .

د زلزلې جهټکې د ملک په څلور واړو صوبو او لويو وړو ښارونو او کليو کې په ډېر شدت سره محسوس کړی شوي دي .

راپورونه وايي زلزلې په غټه زيان اړولی چې خبرونه يې مخې ته راروان دي ، او تراوسه پورې د مرګ ژوبلو زيات خبرو نه د خېبرپښتونخوا صوبې د بيلابيلو سيمو نه مخې ته راغلي دي .

د زلزلې جهټکې په افغانستان او هند کې هم محسوس کړی شوي دي .

د پاکستان د موسمياتو محکمې چې د زلزلې شدت ۸.۱ ريکارډ کړی وئيلي يي دي د زلزلې مرکز د افغانستان په جنوب ختيز کې د هندوکش په غرونو کی ۸۲ کلوميټره لرې په ځمکه کې دننه ۱۹۶ کلوميټره ؤ .

د امريکې د جيولوجيکل سروی ترمخه د زلزلې مرکز د چترال نه ۶۷کلوميټره لرې ؤ .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ملک ټولو مرکزي ، پوځي او غېر پوځي ادارو ته د چمتو کېدو هدايات ورکړي دي ، چې ځان خبر ساتي او هر ځايي ته د امداد دپاره ځان ورسوي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم پوځ ته د خلکو د مرستو دپاره د چمتو کېدو هدايات جاري کړي دي .

پاکستان کې له دې وړاندې هم زورولې زلزلې شوي ، چې پکې په کال ۲۰۰۵م کې د ۶.۷ شدت په زلزله کې د ۷۳۰۰۰ نه زيات خلک مړه او د درې نيم ميلينو نه زيات کورونه تباه شوي وو .

په کال ۲۰۱۳ م کې د ۷.۷ شدت زلزلې بلوچستان صوبه ځپلې او په دغه زلزله کې ۳۷۶ کسان مړه شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG