لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښورپه ای پي اېس بريد کې مطلوب ملزم د اټلې پوليس پاکستان ته حواله کړی


په ارمي پبلک سکول باندې بريد کې د ۱۳۵ پورې ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کسان وژل شوي او تحريک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې وه .
په ارمي پبلک سکول باندې بريد کې د ۱۳۵ پورې ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کسان وژل شوي او تحريک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې وه .

د پېښور په ارمي پبلک سکول (ای پي اېس) باندې په ترهګريز بريد کې ککړ مشکوک ملزم د اټلي پوليسو د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ائي ای) ته حواله کړی دی . ارمي پبلک سکول باندې تېر کال د دسمبر په مياشت کې ترهګريز بريد شوی چې پکې د ۱۳۵ ماشومانو په ګډون د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو، تحريک طالبان پاکستان د دغه حملې زمه واري قبوله کړې وه.

راپورونه وايي د اټلي نه نيول شوی مشکوک کس عثمان غني نوميږي او تعلق يې د خېبرپښتونخوا صوبې د صوابۍ ضلعې سره دی ، هغه د انټرپول د لارې د اټلي پوليس نيولی او نن د زيارت په سهار وختي يې د اسلام اباد په نړيوال هوايي ډګر( بينظير بهټو انټرنيشنل ائيرپورټ) باندې د اېف ائي ای چارواکو ته حواله کړی دی .

راپورونه وايي عثمان غني د تحريک طالبان پاکستان لخوا په ارمي پبلک سکول باندې د بريد سره د ترهګرۍ په يو شمېر نورو پېښو کې مطلوب ؤ ، په ارمي پبلک سکول باندې بريد کې د ۱۳۵ پورې ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کسان وژل شوي او تحريک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې وه .

سرچينې وايي نيول شوی مشکوک ملزم د اېف ائي ای چارواکو نامعلومه ځايې ته منتقل کړی او د هغه نه يې تفتيش شورو کړی دی .

د چارواکو په وينا د پېښور په ارمي پبلک سکول باندې نزدې نهه وسله والو بريد کړی کوم چې د حملې په مهال وژل شوي او د هغويې ټولو پېژندګلو شوې وه .

تېر کال د دسبمر په ۱۶م نېټه په سکول د بريد نه پس د فرورۍ په مياشت کې د پوځ وياند مېجرجنرال عاصم سليم باجوه وئيلي ؤ چې د ارمي پبلک سکول په بريد کې ککړ د شپږو نه علاوه اته نور ترهګر وژل شوي يا نيول شوي دي .

او د روان کال د جولائۍ په مياشت کې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف خپله د پېښور په کورهېډکوارټر کې يوې دستورې ته په وينا کې وئيلي ؤ چې په ارمي پبلک سکول باندې بريد کې ککړ ترهګر خپل انجام ته رسؤل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG