چارواکي وائي دافغانستان دننگرهار ولايت په اچين اولسوالۍ کې دتندروه ډلې داعش له لوري په يو جومات فائر شوي راکټي بريد کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
ددغه پيښې په اړه اولسوال حاجي غالبي ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې دغه بريد دجمعې په ماښام ترسره شوى دى.
دا نۀ ده ډاگه چې ددغه راکټ دفائر کيدو مقصد هم دغه جومات په نخښه کول وؤ اؤ کۀ نه نزدې ميشته امنيتي ځواکونه؟
تندروه ډلې داعش ددغه راکټي بريد په اړه تر دې مهاله کوم ردعمل نۀ دى ښودلى.
مينځني ختيز کې دزياتې فعالې تندروه ډلې داعش د جنگيالو دافغان ځواکونو اؤ طالب جنگيالو سره نښتې شوي دي.
دننگرهار دپوليسو يو وياند حضرت حسين مشرقيوال ترمخه امنيتي ځواکونو دوه شکمن کسان هم نيولي دي چې پکې يو بهرنى دى.