لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان انگلينډ ته دريم ټيسټ کې ماتې ورکړې


 دزيارت په ورځ په پينځمه ورځ دپاکستان د٢٨٤ رنز په تعاقب کې دانگلينډ ټول ټيم په ١٥٦ رنز اؤټ شوى دى.
دزيارت په ورځ په پينځمه ورځ دپاکستان د٢٨٤ رنز په تعاقب کې دانگلينډ ټول ټيم په ١٥٦ رنز اؤټ شوى دى.

شارجه کې دپاکستان اؤ انگلينډ ترمينځ لوبيدلي دريم اؤ اخري ټيسټ ميچ کې په اخري ورځ پاکستان انگلينډ ته په ١٢٧ رنز ماتې ماتې ورکولو سره ميچ گټلې اؤ ددريوؤ ټيسټ ميچونو سيريز يې هم پخپل نوم کړى دى.

دزيارت په ورځ په پينځمه ورځ دپاکستان د٢٨٤ رنز په تعاقب کې دانگلينډ ټول ټيم په ١٥٦ رنز اؤټ شوى دى.

دميچ په څلورمه ورځ دپاکستان ټيم په ٣٥٥ رنز اؤټ شوى ؤ اؤ ورته د٢٨٣ رنز برتري ترلاسه وه.

دپاکستان له لوري اوپنر محمد حفيظ ١٥١، اسد شفيق ٤٦، کپتان مصباح الحق ٣٨، سرفراز احمد ٣٦ اؤ اظهر علي ٣٤ رنز جوړ کړي وؤ.

دانگلينډ لخوا اسټورټ براډ درې اؤ جيمز اينډرسن دوه لوبغاړي اؤټ کړي وؤ.

دانگلينډ له لوري يواځې کُک ذمه وارانه بيټنگ کړى اؤ ففټي يې سکور کړې خو هغه هم خپل ټيم دگټې سره مخ نۀ کړى شو.

دپاکستان له لوري ليگ سپنر ياسر شاه غوره بولنگ کړى اؤ ميچ کې يې داوؤ وکټو ترلاسه کولو سره ددريوؤ ميچونو دغه سيريز کې هم تر ټولو زياتې وکټې ترلاسه کړي دي، همدغه شان شعيب ملک درې اؤ ذولفقار بابر دوه، دوه وکټې ترلاسه کړي دي، راحت علي هم يو وکټ ترلاسه کړې.

پاکستان پخپله لمړي اننگز کې ٢٣٤ رنز جوړ کړي وؤ دکوم په ځواب کې چې انگلش ټيم په دريمه ورځ خپل لمړي اننگز کې په ٣٠٦ رنز اؤټ شوى ؤ اؤ په پاکستان ورته د٧٢ رنز برتري ترلاسه وه.

پاکستان انگلينډ ته دوبۍ کې دوهم ټيسټ کې په ١٧٨ رنز ماتې ورکړې وه اؤ لمړى ميچ دخرابې رڼا په وجه پۀ ډرامائي انداز کې برابر شوى ؤ، په دغه مهال انگلينډ ته دگټې لپاره يواځې ١٥ رنز پکار ؤ.

پاکستان په دوه صفر سره دسيريز پخپل نوم کولو په ترڅ کې دائي سي سي درجه بندۍ کې دوهم مقام ترلاسه کړى، له دې وړاندې ٢٠٠٦م کې هم پاکستان دلنډې مودې لپاره دغه مقام ترلاسه کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG