لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشر بش لخوا په ډک چيني اؤ رمزفيلډ سختې نيوکې


مشر بش رمفيلډ يو داسې شخص گرځولى چې پکې دهغه په قول دخاکسارۍ کمى اؤ دنورو خلکو دفکر څخه داگاهۍ کمى دى.
مشر بش رمفيلډ يو داسې شخص گرځولى چې پکې دهغه په قول دخاکسارۍ کمى اؤ دنورو خلکو دفکر څخه داگاهۍ کمى دى.

دڅو کلونو دخاموشۍ وروستو پخواني امريکائي صدر جارج ايچ ډبليو بش د خپل ځوي جارج ډبليو بش انتظاميه کې په خدماتو ترسره کړو دوؤ لوړپوړو شخصياتو مرستيال صدر ډک چيني اؤ ددفاع په وزير ډونالډ ايچ رمزفيلډسخته نيوکه کړې ده.

دامريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز ترمخه مشر بش د هغه په ژوند ليک ليکونکي Jon Meacham. سره مرکه کې وئيلي چې ښاغلي چيني خپل بيل سلطنت جوړ کړى ؤ. دجارج ډبليو بشدواکمنۍ په مهال يېټوله نړۍ کې دطاقت داستعمال لپارهسپينه ماڼۍ کې زيات اثررسوخ لرلو.

هغه اوس هم دخپلې ځوېستائينه کويخو ددې ترڅنگيېدا هم وئيلي دي چېدښاغلي چيني اؤ ښاغليرمزفيلډ دبااختياره کولوذمه وار کشر بش دى.

چيني دکال ٢٠٠١ څخه ٢٠٠٩م پورېدکشر بش مرستيال صدر پاتې شوى اؤ ددې ترڅنگ هغه دکال ١٩٨٩ څخهتر کال ١٩٩٣ پورېدسينئر بشددفاع وزير ؤ.

همدغه شان مشر بش رمزفيلډ يو داسې تن گرځولى چې پکې دهغه په قولدخاکسارۍ کمى اؤدنورو خلکو دفکر نه داگاهۍکمى دى. دبش په وينا رمزفيلډ يو مغرور، پخپلو صلاحيتونو باور لرونکى اؤ په غرور تلونکى ؤ.

مشر بش دامريکا ٤١م صدر اؤ دهغه ځوېدهيواد ٤٣م صدروؤ، دخپل ځوې په اړه مشر بش وائي چې ” هغه زما ځوې دى، هغه تر خپله توانه کار سم کړى اؤ زۀ دهغه دپاره يم“مشر بشپه کال ٢٠٠٣م کېخپل ځوې سره دامريکا له لوريپه عراقدبريد اؤ وروستو دعراقيامر صدام حسين دحکومت دتختې اړولو په اړه اختلاف نۀ دى کړى، مشر بشدامريکا په تاريخ کې” دوياړ لحظې “گرځوليدي.

هغه په کال ٢٠٠٢م کېدخپل ځوېدسټيټ اف دي يونين دهاغه وينا يادونه هم کړې ده چې پکېکشر بش ايران، شمالي کوريا اؤ عراق” شيطانيمحور“ گرځولى ؤاؤ وې وئيل چې” دسُرخيانو ترلاسه کولو لپاره تنده لهجه ډيره اسانه ده خو دغه ” سفارتيستونزه نه هواروي“

نيويارک ټائمز وائي Jon Meacham.دمشر بش دغه څرگندونې دامريکا پخواني مرستيالصدر ته ښودلي اؤ هغه دغه څرگندونې له کشش څخه ډکې گرځولي اؤ ددې سوچ سره يېاختلاف نۀ دى کړى چې ترهه گريزو بريدونو هغه بدل کړى ؤ، هغه دا هم منلې ده چې هغه دوړاندې په پرتله دنائن اليون نه راپديخوا زيات سخت ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG