دامريکا پوځ وئيلي د دداعش جنگيالى”جهادي جان“ يې يوه فضائي کارروايۍ کې په نخښه کړى دى.
دپينټاگون ترجمان پيټر کوک يو بيان کې وئيلي دي چې شام کې دداعش په مضبوطه ځاله رقه کې محمد ايموازي په نخښه کړل شوى دى.
” مونږ دشپې دترسره شوې دغه کارروايۍ دنتيجو جاج اخلو اؤ څنگه چې مناسبه وي دې لړ کې به نور معلومات ورکوؤ“
کويت کې زيږيدلي ايموازي برطانيې څخه تعليم ترلاسه کړى اؤ هغه دتيريو کال په مهال دداعش گڼو هاغو ويډيوگانو کې ليدل شوى چې پکې دليويديزو يرغماليانو څخه سرونه قلم کيږي.
په تور نقاب سره دخپل مخ پټونکي دغه شخص دسږکال په پيل کې دميډيا لخوا پيژندگلو دايموازي په نوم سره شوې وه.
دهغه په ويډيو گانو کې چې کوم کسان وژل شوي هغوي کې امريکائي صحافي اسټيون سوټلوف اؤ جيمز فولي، امريکائي امدادى کارکوونکى عبدالرحمان کاسگ، برطانوى امدادي کارکوونکى ډيوډ هائنز اؤ ايلن نينگ، جاپاني صحافي کينجي گوټو اؤ نور شامل دي.
دايموازي دملگرو اؤ اشنا خلکو خيال دى چې هغه دتيرو څو کلونو په مهال دافريقه اؤ مينځني ختيز دسفرونو په مهال دتندلاريتوب لوري ته مائل شوى دى.
دا اطلاعات هم مخې ته راغلي دي چې هغه په شکمنه توگه دصوماليه تندروه ډلې الشباب سره تړلى پاتې شوى.