لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيرس دبريدونو په نړيواله کچه غندنه


 دامريکا صدر براک اوباما دغه بريدونه دمعصومو وگړو دويرولو هڅه گرځولې اؤ ددې دذمه وارانو په ضد يې هر حد ته دتللو اراده څرگنده کړې ده.
دامريکا صدر براک اوباما دغه بريدونه دمعصومو وگړو دويرولو هڅه گرځولې اؤ ددې دذمه وارانو په ضد يې هر حد ته دتللو اراده څرگنده کړې ده.

دفرانس پلازمينه پيرس کې دشوؤ ترهه گريزو بريدونو دامريکا په گډون نړيوالې ورورولۍ په سختۍ سره غندنه کړې اؤ فرانسيسي اولس اؤ حکومت سره يې ديو والي څرگندونه کړې ده.

دامريکا صدر براک اوباما دغه بريدونه دمعصومو وگړو دويرولو هڅه گرځولې اؤ ددې دذمه وارانو په ضد يې هر حد ته دتللو اراده څرگنده کړې ده.

سپينه ماڼۍ کې صحافيانو سره خبرو کې هغه دا بريدونه دانسانيت خلاف حملې اؤ دا صورتحال زړۀ ماتونکى بللى دى.

دامريکا خارجه وزير جان کيري هم ددغو بريدونو غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې هيواد يې دفرانس حکومت سره هررقم ممکنه مرستې ته چمتو دى.

هغه وئيلي دي چې پيرس کې امريکائي سفارت خانه ښار کې دموجودو امريکائي وگړو دڅارنې لپاره ټولې وسيلې پکاروي.

پيرس کې دجمعې په ورځ په بيلا بيلو ځائيونو کې ترسره شوؤ خودکش حملو اؤ دډزو پيښو کې د١٢٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤز

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون پيرس کې شوي بريدونه کوز حرکت گرځولى، دهغه ديو وياند په قول بانکي مون باور لري چې فرانسيسي چارواکي به ذمه واران دقانون منگولو ته راکش کولو لپاره دخپل توان مطابق گامونه واخلي.

دملگرو ملتونو امنيتي شورا وئيلي دي چې دغه حملې وحشيانه اؤ بزدلانه کارروائي ده.

دجرمني چانسلرې انگيلا مرخيل وائي چې پيرس څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو اؤ صورتحال له امله هغه په سخت غم کې ده اؤ دهغې نيک خواهشات دحملې دځپلو سره دي.

دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون په ټوئټر خپل پيغام کې وائي چې هغه دپيرس په حملو خفه دى اؤ دهغه په قول فرانسيي اولس سره ديو والي څرگندولو لپاره به چې څنگه هم کيدى شي ورسره به مرسته کوي.

چين دپيرس دحملو غندنه کړې اؤ دترهه گرۍ مخنيوي کې يې فرانس سره ديو والي څرگندونه کړې ده، دچين دخارجه وزارت ترجمان هونگ ليئ وئيلي دي چې ترهه گري دانسانيت گډ دښمن دى، چين دفرانس دقومي سلامتۍ اؤ ثبات اؤ دترهه گرو خلاف کارروائيو کې ملاتړ لپاره ژمن دى.

جاپان هم دغه حملې افسوس ناکې بللي دي اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي بين المللي جگړه کې يې فرانس سره دمرستې څرگندونه کړې ده.

دجاپان خارجه وزير هيروشيما کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ددغو ترهه گريزو بريدونو غندنه کړې ده اؤ مړو شوؤ کسانو سره يې دغمرازۍ څرگندونه کړې ده.

دايران صدر حسن روحاني خپل فرانسيسي سيال فرانسوا اولاند ته ليږل شوي پيغام کې دپيرس دحملو غندنه کړې ده.

دايران خارجه وزير جواد ظريف هم وائي چې پيرس کې ترسره شوې دغه حملې په ډاگه کوي چې دتندلارريتوب خطره يواځې مينځني ختيز پورې محدوده نۀ ده نو ځکه ددې خلاف جنگ ددغه سيمې پورې محدوديدل نۀ دي پکار.

ترکي هم دپيرس دحملو غندنه کړې اؤ دا يې دانسانيت خلاف جرم گرځولى دى.

دترکي وزيراعظم احمد داؤد اغلو يو بيان کې وئيلي دي ېچ دا حملې دفرانسيسي اولس نه بلکې دا دټول انسانيت، جمهوريت ، ازادۍ اؤ په نړيوال اقدارو حملې دي.

سعودي عرب اؤ نورو خليجي اؤ عرب هيوادونو هم پيرس کې دشوؤ حملو په سختۍ سره غندنه کړې ده اؤ کې يې دوژل شوؤ کسانو سره دخواخوږۍ څرگندونه کړې ده.

دکاناډا وزيراعظم جسټن ټروډيو هم دفرانس حکومت ته دهرې ممکنه مرستې وړانديز کړى اؤ دفرانسيسي اولس لپاره يې دنيکو خواهشاتو څرگندونه کړې ده.

پاکستان، هند اؤ افغانستان هم ددغو بريدونو په سختو ټکو کې غندنه کړې ه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG