لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نانګاپربت بريدکوؤنکي په پوليس لاسي بمونه ويشتي، ۱۰سرتيري ژوبل


د نانګا پربت پېښه د کال ۲۰۱۳م د جون په مياشت کې رامنځته شوې وه
د نانګا پربت پېښه د کال ۲۰۱۳م د جون په مياشت کې رامنځته شوې وه

د پاکستان په شمال کې پرتې غرنۍ سيمې نانګاپربت کې د کوه پېماؤ (غره ختونکو) په بېس کمېپ د حمله کوؤنکو ماسټر مائنډ (مرکزي کردار) په پوليس ټيم لاسي بمونه ويشتي چې په نتيجه کې يې ۱۰ پوليس ژوبل شوي او هغه په تېښته کې بريالی شوی دی ، پوليس ټيم د ترهګر د نيولو دپاره په هغه چهاپه وهلې وه .

د نانګا پربت پېښه د کال ۲۰۱۳م د جون په مياشت کې رامنځته شوې وه او وسله والو د غره ختونکو په بېس کمېپ بريد کړی او ۱۰ بهر ملکي غره ته ختونکي او هغويې سره پاکستانی لارښود يې وژلي وو .

د ګلګت بلتستان سيمې د کورنو چارو سېکټر احسان بهټا وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي د نانګاپربت د ترهګر بريد مرکزي کردار چې عزيزالله نوميږي هغه د چلاس ټانګېر سيمې په يو کور کې پټ شوی ؤ ، او چې پوليس د ترهګر د نيولو دپاره په دغه کور چهاپه ووهله نو هغه پرې لاسي بمونو وويشتل او په خپله په تېښته کې بريالی شوی دی .

د نوموړي په وينا ترهګر په پوليسو لاسي بمونه او وسله کارولې چې په نتيجه کې يې ۱۰ پوليس ژوبل شوي او ترهګر د موقعې څخه تښتېدلی دی .

د چارواکو په وينا د نانګا پربت بريد مرکزي کردار دوه اوونۍ وړاندې د سيمې نه د نيمې پوځي ادارې (اېس سي او) دوه چارواکي هم تښتؤلي وو .

د احسان بهټا په وينا عزيزالله چې د يوې ترهګرۍ ډلې مهم کمانډر دی او د نانګاپربت په بريد کې ککړ د هغه ځينې نور ملګري نيول شوي دي ، دغه ترهګر د خپلو ملګرو د خلاصولو دپاره د اېس سي او چارواکي تښتولي دي .

د نوموړي په وينا ترهګر د خپلو نيول شوؤ ملګرو د خلاصي دغه خبره نېغ په نېغ حکومتي چارواکو سره نه ده کړې خود تښتؤل شوؤ چارواکو د کورنو سره د دغه خبرې کولو اطلاع ده .

دوه کاله وړاندې د ګلګت بلتستان د نانګاپربت په بېس د بريد وروستو د چيلاس ديامير سيمه کې د ترهګرۍ نورې پېښې هم رامنځته شوي دي .

چارواکي وايي د تښتېدلي ترهګر د لټون دپاره د چيلاس ټانګېر او خواؤشا نورو سيمو کې عمليات پېل کړی شوي او دوه داسې مشکوک کسان نيول شوي چا چې دغو ترهګرو ته اسانتياوې ورکولې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG