لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په يوه نوې ويډيو کې نيويارک باندې د حملو ګواښ کړی


" د نيويارک پوليس وياند جی پيټر د سماجي اړيکو په ويب پاڼه ټويټر باندې جاري کړي يو پېغام کې وئيلي " دا وخت ښار ته کومه خطره نشته " .
" د نيويارک پوليس وياند جی پيټر د سماجي اړيکو په ويب پاڼه ټويټر باندې جاري کړي يو پېغام کې وئيلي " دا وخت ښار ته کومه خطره نشته " .

په شام او عراق کې د فعاله تُندروه ډلې داعش لخوا د شورو په ماښام جاري شوې يوه نوې ويډيو کې د امريکې غټ ښار نيويارک ته د ګواښ پېغام ورکړی شوی دی . خو د نيويارک ميئر بل ډي بلېسيو وئيلي ښار يې به يې د داعش د ګواښ نه پس د ويرې ښکار نه شي .

هغه وئيلي " مونږ پوهيږو چې د ترهګرو د دغه ګواښ مقصد زمونږ جمهوري ټولنه ويرول دي، او زياته کړې يې ده چې مونږ به دويې دغسې کولو ته نه پرېږدو" .

هغه دغه خبرې د نيويارک د سېلګرۍ د مشهور چوک ټائمز سکوائر نه کړي دي ، کوم ځايې چې په دغه ويډيو کې ښکاره کړی شوی دی، په دغه ويډيو کې چاؤدېدونکي مواد ښودل شوي او بيا د څرمنې په يو جېکټ کې بندول کيږي .

د نيويارک پوليس او ميئر وئيلي په دغه ويډيو کې پخواني فوټيج ښکاره کړی شوي دي .

ډي بلېسيو وئيلي نيويارک ته کوم ګواښ نشته او خلکو ته يې د حوصله افزايۍ ورکولو ترڅنګ وئيلي چې په ښار کې دې د معمول مطابق خپلو روزګارونو ته دوام ورکړي .

" د نيويارک پوليس وياند جی پيټر د سماجي اړيکو په ويب پاڼه ټويټر باندې جاري کړي يو پېغام کې وئيلي " دا وخت ښار ته کومه خطره نشته " .

هغه زياته کړې چې دا پروپېګنډا ويډيو مونږ ته دا باور راکوي چې نيويارک ښار تراوسه هم د ترهګرو غټ هدف دی ، هغه وئيلي په ښار کې پوليس چټک دي .

" مونږ ډېر زيات چټک اوسېږو او د ښار محفوظ ساتلو دپاره اېف بي ار، او د ترهګرۍ د مخنيوي ګډ ځواک او د استخباراتو ټولې ادارې په ګډه کار کوي " .

بل لور ته د صدرباراک اوباما د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره مشاور د شورو په ورځ يو امريکايي ټي وي چېنل ( اېم اېس اېن بي سي) ته وئيلي چې د واشنګټن ډي سي په ضد کومه يقيني خطره نشته .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG