لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه ګرۍ خلاف جګړه به منطقي انجام ته رسوؤ،جنرل راحيل


 دغه څرگندونې جنرل راحيل واشنگټن کې پاکستاني سفارت خانه کې يوې دستورې ته دوينا په مهال کړي دي.
دغه څرگندونې جنرل راحيل واشنگټن کې پاکستاني سفارت خانه کې يوې دستورې ته دوينا په مهال کړي دي.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف يوځل بيا وئيلي دي چې دترهه گرۍ خلاف جگړه به منطقي انجام ته رسولى شي اؤ دامنيت دټينگښت لپاره ورکړل شوې قربانۍ به بې ځايه نه ځي.

دغه څرگندونې جنرل راحيل واشنگټن کې پاکستاني سفارت خانه کې يوې دستورې ته دوينا په مهال کړي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله د٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې يې تباه کړي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دسرکاري ميډيا ترمخه جنرل راحيل شريف وويل پاکستان گاونډي هيوادونو سره دبرابرۍ په کچه اړيکې جوړول غواړي.

دپوځ سرلښکر وويل دترهه گرۍ دموجوده اؤ رابرڅيره کيدونکو خطرو مخنيوي لړ کې دپاکستان اؤ امريکا دريځ يو شان دى.

په ډاگه دې وي چې دامريکا دخپل سفر په مهال دپاکستاني پوح سرلښکر امريکائي چارواکو سره ليدنو کې دخپل مينځي خوښۍ دنورو چارو ترڅنگ دسيمه ييزې سلامتۍ، افغانستان کې دجوړجاړي عمل کې دپرتو خنډانو اؤ ستونزو په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

جنرل راحيل شريف دجمعې په شپه دامريکا دقومي سلامتۍ قائمقام مشير سره هم ليدنه کړې چې پکې دسيمه ييزې سلامتۍ اؤ دترهه گرۍ په ضد دروانو عملياتو ترڅنگ تندلارو ته دمالي مرستو دمخنيوي په اړه هم خبرې کړي دي.

٢٠١٣م کې دپاکستاني پوځ دمشرۍ دذمه وارو سمبالولو څخه وروستو امريکا ته دجنرل راحيل دا دوهمه دوره ده.

په ډاگه دې وي چې دجنرل راحيل دسفر څخه دمخه دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هم داکتوبر اخره کې دامريکا دوره کړې وه، پاکستاني چارواکي وائي چې دپوځ دسرلښکر دغه دوره هم ددغه لړۍ يوه کړۍ ده.

دامريکا دسفر په مهال جنرل راحيل مرستيال امريکائي صدر جوبائيډن، خارجه وزير جان کيري، ددفاع وزير ايش کارټر اؤ دامريکا دخفيه ادارې سي ائي اى مشر جان برينن په گډون لوړپوړو امريکائي چارواکو اؤ دکانگريس غړو سره ليدنې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG