لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغانستان نه دیر ته د وړل شوؤ مړو په حقیقت ځان پوهوي


دغو تندلارو مړي په ایمبولینسونو کې د جنازو پراخه میدانونو ته راوړل شوي وؤ
دغو تندلارو مړي په ایمبولینسونو کې د جنازو پراخه میدانونو ته راوړل شوي وؤ

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند قاضي خلیل الله وایي ډرون حمله کې د طالب کمانډر خان سید سجنا د مړینې نه خبر نه دی خو افغانستان نه تیرو ورځو کې دیر ته د وژل شوؤ تندلارو د مړو وړل کیدو په هکله میډیا کې د خورو شوؤ رپورټونو په حقیقت د ځان پوهولو کوشش کوي.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرو په مهال د خارجه دفتر ویاند وویل'مونږ هم په مطبوعاتو کې داسې راپورونه کتلي چې افغانستان څخه د پاکستان دیر سیمې ته د تندلارو مړي وړل شوي خو ددغو رپورټونو د حقیقت معلومولو په هڅه کې یو'

څو ورځې وړاندې نړیوالې میډیا داسې راپورونه ورکړي وؤ چې د خیبر پښتونخوا دیر سیمې ته د افغانستان څخه د ګڼو تندلارو مړي وړل شوي څوک چې د افغانستان دننه یوې ډرون حمله کې وژل شوي وؤ.

د راپورونو له مخې ددغو تندلارو مړي په ایمبولینسونو کې د جنازو پراخه میدانونو ته راوړل شوي وؤ اؤ ځایي چارواکو یې هم په جنازو کې ګډون کړی ؤ.

په سوشل میډیا ددغو جنازو یوه ویډیو هم خپره شوې وه چې پکې یو ملا په اردو ژبه وژل شوي تندلاري شهیدان بولي اؤ نورو خلکو ته د جهاد تلقین کوي.

په عین حال کې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز خبر ورکړی چې د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر خان سید سجنا تیره ورځ پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان خوست صوبه کې سره د نورو یوولسو جنګیالو په یوه ډرون حمله کې وژل شوی.

د پاکستان د خارجه دفتر د ویاند څخه چې کله خبریالانو د خان سید سجنا د وژل کیدو د راپور په هکله پوښتنه وکړه نو هغه ووئیل پاکستان ته د خان سید سجنا د مړینې په حواله علم نشته .

افغان چارواکي د تیرې ډیرې مودې راهسې په پاکستان نیوکې کوي چې د خاورې نه تندلارې افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو دپاره ور اوړي خو پاکستان دعوه کوي چې افغانستان کې سولې اؤ ثبات پلوي دی.

خارجه ویاند د روس اؤ ترکیې تر مینځ په رامینځته شوي تاؤ تریخوالي هم اندیښنه وښودله اؤ وئ وئیل پاکستان غواړي چې د مذاکراتو د لارې دې د ستونزو یو امنناکه هواری ولټول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG