لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پښتانه قام پرست سیاسي مشران د کابل په سفر


دغو مشرانو ته د کابل د سفر بلنه صدر اشرف غني ورکړې ده
دغو مشرانو ته د کابل د سفر بلنه صدر اشرف غني ورکړې ده

د افغانستان اؤ پاکستان تر مینځ د سیوا شوي تاؤ تریخوالي کمولو په غرض د پاکستان قام پرست پښتانه سیاسي مشران د زیارت په ورځ د افغانستان په سفر کابل ته رسیدلي دي.
په دغو مشرانو کې د عوامي نیشنل پارټي مرکزي مشر اسفندیار ولي خان ، افراسیاب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزئ، عثمان کاکړ اؤ د قومي وطن پارټۍ افتاب احمد خان شیرپاؤ اؤ سکندر خان شیرپاؤ شامل دي.

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان دکابل په سفر د روانیدو نه مخکې د شورو په ورځ د پاکستان وزیراعظم میا نوازشریف سره لیدلي اؤ سرچینې وایي چې دغو پښتنو قام پرستو مشرانو ته وزیراعظم نوازشریف د افغان صدر اشرف غني دپاره یو خاص پیغام سپارلی دی .

خو د عوامي نیشنل پارټۍ سناتور افراسیاب خټک چې پخپله هم په دغه سفر کې شریک دی خبریالانو ته وئیلي چې دوئ د پاکستان د حکومت په استازيتوب نه بلکې د افغان صدر اشرف غني په ځانګړې بلنه د کابل سفر کوي .

افغانستان ته د پاکستان پښتانه قام پرست مشران خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې د پاکستان اؤ افغانستان تر مینځ تعلقات د تیرو څو میاشتو راهسې د سخت تاؤ تریخوالي ښکار شوي اؤ افغان حکومت په پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې یې نااعلانه جګړه پیل کړې ده.

د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ اړیکو کې تاؤ تریخوالی وروستو له هغې رامینځته شو چې په د روان کال د جولایي په میاشت کې پلازمینه اسلام اباد کې د افغان حکومت اؤ د هغوئ د مخالفو طالبانو ترمینځ د جوړ جاړي د خبرو د لمړي پړاؤ نه وروستو طالبانو د خپل مشر ملا عمر د مړینې تناظر کې افغان حکومت سره د مذاکراتو لړۍ وځنډوله اؤ د افغانستان بیلابیلو برخو کې یې د ترهګرۍ د یو شمیر پيښو ذمه واري پخپله غاړه واخسته.

افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان طالبان افغانستان کې ورانکارۍ ته لمسوي خو پاکستان ددغو تورونو منلو نه انکاري دی اؤ وایي افغانستان کې د سولې اؤ ثبات غوښتونکی دی.

کابل ته د روانیدو نه یوه ورځ له مخې د عوامي نیشنل پارتۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان وزیراعظم میانوازشریف سره لیدلي اؤ ددغه لیدنې څخه وروستو یې خبریالانو ته وئیلي وؤ چې د پاکستان اؤ افغانستان د اړیکو معمول ته په راوستو کې بنیادي خنډ د باور نشتوالی دی.

اسفندیار ولي خان زیاته کړې چې پاکستان ته په دې خبره ځان پوئ کول پکار دي چې تر څو په افغانستان کې امن نه وي پځایې شوی تر هغې دلته هم څوک د امن مخ نه شي لیدلی.

هغه وئېلي که چرې رښتیا د پاکستان حکومت افغانستان سره اړیکو ښه کولو ته لیواله وي نو بیا دې د یو صلاح کار پځایې افغانستان سره د باور فضاء پیداکولو د پاره حکومت د پوځ د سرلښکر سره په ګډه افغانستان سره اعتماد سازۍ ته مټې رابډ وهي ځکه چې په هر څوک په دې خبره ښه پوهه دي چې پاکستان کې د اصل طاقت منبع کومه ده.

سناتور افراسیاب خټک هم خبریالانو ته وئیلي چې د افغان صدر اشرف غني په بلنه کابل ته په کوونکي خپل سفر کې به دوئ د افغان صدر، چیف ایګزیکټیو اؤ نورو مهمو مشرانو سره وویني اؤ ورسره به د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه والي په لارو چارو خبرې وکړي .

هغه وویل دغه سفر که هر څو د پاکستان د حکومت په استازیتوب نه کوي خو ولې افغان چارواکو سره چې لیدنو کې کوم نظر ترلاسه کړي د هغې په حواله به ضرور بیا د پاکستاني چارواکو سره لیدنې وکړي اؤ د افغان حکومت له نظره به یې خبر کړي.

د قومي وطن پارټۍ د اطلاعاتو صوبایي سکتر طارق خان ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې وئیلي اوس د دواړو هیوادونو تر مینځ ستونزې د کابل اؤ اسلام اباد تر مینځ نه شي هواریدلی بلکې پیښور اؤ کوئټه هم ددغو ستونزو هواري کې یو مهم رول لري ځکه نو پښتنو قام پرستو مشرانو دخپل دغه رول اداکولو په خاطر د کابل دغه سفر پیل کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG